لوبې خبرونه

اول ځل راشد خان اي پي ایل کې غوره پلیر شو

اول ځل راشد خان اي پي ایل کې غوره پلیر شود هند یا انډیا کرکيټ په غوره ليګ I P L مشهور سياليو کې پرون په اول ځل افعان لوبغاړی راشد خان د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه په خپل نوم کړه. او په دې جایزه ګټلو سره د کرکټ د مینه والو نور هم فیورټ شو

ښاغلی راشد خان په تېره ورځنی میچ کې چې تېر ماښام تر سره شوه په دغه لوبه کې راشد خان د ډهلي پلازمېنې کلپټيلز لوبډلي درې مهم لوبغاړي وسوځول او سنرایزرز حیدراباد لوبډلي ته يې لوبه وګټله. راشد خان په څلورو اورونو کې تر ټولو کمي ۱۲ منډې ورکړې او درې مهم لوبغاړي یې وسوځول.دغه سيالۍ چې تیره شپه په ابوظهبي لوبغالي کې تر سره شوه لومړی د لړبي پچه د سنرایزرز حیدراباد لړبډلي وګټله په ټاکل شوي ۲۰ اورونو کې يې د څلور لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۶۳ منډې جوړې کړې ،

خو ډیلي کلپټلز لوبډلي دغه هدف ته ونه رسیده او د ۷ اوه لوبغاړو په سوځيدو یې۱۴۷ منډي وکړي.بايد وويل شي چې د راشد خان تر څنګ نور افغان لوبغاړي محمد نبي او مجيب ځدراڼ هم لوبه کوي چې ډير ښه برفامنس ېې شو کړې. دا هم باید یاده شي چې راشد خان په دې ورستيو کې د کرکيټ د نړيوالي شورا (ICC) له خوا په نړيواله درجه بندۍ کې په لومړي مقام اعلان کړ.

اوس راشد خان په نړيواله کچه په بالينګ کې اول مقام لري.راشد خان په ۱۸۹۸ کال کې زيږدی دی چې لومړي ځل د کرکيت ډګر ته په ۲۰۱۵ زيږديز کال د زمبابي خلاف لوبه تر سره کړه چې په اوله لوبه کې ډير ښه وځليد په ډير کم وخت کې يې نړيوال حيران او ګوته په غاښ کینول.راشد خان تر دې دمه ۴ ټيست، ۷۱ يوه ورځنۍ او ۴۸ شل اوزيزي لوبي تر سره کړي دي.

او د ويکټو شمير يه په ټيسټ کې ۲۳ په يوه ورځنۍ لوبو کې ۱۳۳ او شل اوريزو کې ۸۹ ويکټې خپلې کړي دي.راشد خان په ډير کم وخت کې په ټوله نړۍ کې مشهور شو چې اوس هم د هند په غوره ليګ ای پې ايل کې د سنرايزر حيدر اباد لوبډلي سره لوبه کوي.نوموړۍ یو ښه بالر تر څنګ کله کله بیټنګ کې هم ښه پرفامنس کوي او خپل ټيم ته ویاړونه راوړي.

د هغه په ویل کیږي چې د کورنيو ليګونو په پرتله د تجاراتي ليګونو ډير شوقي دی چې له عمدي امله ګڼو افغانانو ډير ځله پرې سخته نيوکې هم کړيدي.بايد دا هم وويل چې راشد خان د افغانستان په شپږيزه ملي ليګ سياليو کې نه وو بلکي په دوبي کې په يوه تجارتي ليګ کې لوبيد

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button