نړیوال خبرونه

اوچا: په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخ دي

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چې اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ میلیون کسان له سختې لوږې سره مخامخ دي چې له جملې یې شپږ میلیونه کسان په تقريبي قحطۍ کې ژوند کوي

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د یکشنبې په ورځ ناوخته د مارچ په ۱۲مه چې د کب مياشتې له ۲۱مې سره سمون خوري، په یو راپور کې ویلي چې د افغانستان بشري وضعیت مخ په خرابېدو دی او له نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتنه کړې چې په دغه وضعیت کې د افغانستان خلک له پامه ونه غورځوي او تر څنګ يې ودریږي.

په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې لپاره ۴.۶ میلیارده ډالرو ته اړتیا

اوچا په خپل تازه راپور کې زیاته کړې چې هغوی په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د ۲۳.۷ میلیون اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره ۴.۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

د دغه سازمان په وینا، ټاکل شوې سږ کال په دغه هیواد کې ۸۷۵زره ماشومان له سختې خوارځواکۍ، ۲.۳ میلیون ماشومان له متوسطې خوارځواکۍ او ۸۴۰زره امیندواره ښځې چې ماشومانو ته شیدې ورکوي له خوارځواکۍ سره مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې خبرداری ورکړی که افغانستان د درېیم کال لپاره له وچکالۍ سره مخامخ شي نو په خوارځواکۍ اخته ناروغانو شمېر به پکې ۲۰سلنه زیات شي. د اوچا په خبره افغانستان د درېیم کال لپاره له وچکالۍ او دوهم کال لپاره د اقتصادي زوال سره مخامخ کېدونکی دی.

د څه دباندې ۸۰ سلنه کورنیو عواید کم شوي

په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د اقتصادي بحران په زیاتوالي سره په دغه هیواد کې د ۸۰ سلنه کورنیو عواید کم شوي او نړیوالو بنسټونو په تیر میلادي کال کې له ستونزو سره-سره په دغه هیواد کې څه باندې ۲۶ میلیون کسانو ته رسیدګي کړې ده.

ملګرو ملتونو د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې د طالبانو حکومت لخوا پر ښځو او نجونو د محدودیتونو له امله په افغانستان کې د بشري مرستو رسونې بهیر کې کموالی راغلی، خو زیاته کړې يې ده چې دوی هڅه کوي چې میلیونونو کسانو ته مرستې ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې په غیر دولتي موسسو کې د ښځینه کار کوونکو پر کار بندیز اعلان کړ چې په داخل او بهر کې یې پراخ غبرګونونه وپارول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د مارچ په ۸مه خبرداری ورکړ چې د ښځو په وړاندې به د طالبانو د حکومت ځپونکي اقدامات د بشري او نقدي مرستو د کموالي لامل شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button