نړیوال خبرونه

اوکرایني ځواکونه د اوکراین له یوه مهم ښار ووتل

اوکراييني ځواکونه د اوډيوکا له مهم ښاره چې د روسیې له لوري محاصره و، وتلي دي

د اوکرايين پوځ وايي د دغه هېواد په ختيځ کې يې له کوچني خو خورام مهم ښار اوډيوکا څخه خپل ځواکونه ايستلي دي. دغه ښار له څو مياشتو راهيسې د روسي ځواکونو له خوا کلابند و.

د اوکرايين د وسله والو ځواکونو قومندان اوليکساندر سیرسکي ويلي، “د ځواکونو د کلابندۍ مخنيوي او د سرتېرو د ژوند او سلامتيا” لپاره يې دغه ګام پورته کړی دی.

دغه ځواکونه “مناسبو ليکو” ته استول شوي

اوډيوکا ښار چې نژدې په بشپړه توګه ويجاړ شوی دونيڅک ته چې په ۲۰۱۴ کال کې روسي پلوه ملېشو ونيو او وروسته په غيرقانوني توګه له روسيې سره يو ځای کړل شو، نژدې پروت دی. دا ځای هم په حقيقت کې له ۲۰۱۴ کال راهيسې د جګړې ډګر و.

ukraine1

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر ۲۴ په اوکرايين د بشپړ يرغل امر وکړ.

د شنبې په ورځ وختي جنرال سيرسکي وويل، دا پرېکړه يې د “اوډيوکا شاوخوا عملياتي وضعيت” ته په کتو کړې ده.

روسیې ته د زیان رسولو ادعا

نوموړي ويلي، “زموږ سرتېرو په وياړ سره خپله پوځي دنده ترسره کړه، د روسيې قوي ټوليو د له منځه وړلو لپاره يې هر څه چې په وس کې وو، ترسره کړل. دوی د افرادو او تجهيزاتو په برخه کې دښمن ته د پام وړ زيانونه واړول.”

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي مخکې ویلي وو چې اوډيوکا د سقوط له ګواښ سره مخ دی، ځکه په وينا يې اوکراييني ځواکونه په ډګر کې د وسلو او مهماتو له کمښت سره مخ دي.

نور ولولئ: د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر اوکراین د امریکا لپاره دویم مقام بللی

نور ولولئ: اوکراین ادعا کوي چې درې روسۍ جنګي جیټ راپرځولې

نور ولولئ: روسیې تازه د اوکراین پر ځینو ښارونو مزایل توغولي چې مرګ ژوبله هم لري

نوموړي وويل، “روسيه يو پر بل پسې د اوکرايين پر پوستو د بريدونو لپاره جذب شوي ځواکونه استوي او دا چې کانګرېس لا تراوسه لايحه نه ده تصويب کړې، موږ نشو کولی چې د روسيې د بريدونو د مخنيوي لپاره اوکرايين ته د توغنديو مرمۍ چمتو کړو “.

د امریکا کانګرېس د دې اوونۍ په پيل کې د ۹۵ میلياردو ډالرو بهرنۍ مرستې بسته چې ۶۰ میليارده د اوکرايين لپاره ده له څو مياشتو سياسي جنجالونو وروسته تصويب کړه خو دا پلان د استازو په جرګه کې له خنډونو سره مخ دی.

اوکرايين له روسيې سره په جګړه کې چې خورا لوی پوځي ځواک لري په پراخه کچه د امریکا او نورو لوېديځو هېوادونو پر وسلو او مهماتو تکيه کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button