نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

اوکراین ته د اروپايي ټولنې ۵۰ میلیارده یورو مرستې مخنیوی شو

په اروپايي ټولنه کې هنګري هېواد اوکرایین ته د اروپايي ټولنې د ۵۰ میلیارده یورو مرستې ورکولو مخنیوی کړی

یوازې څو ساعته وروسته له هغې چې اروپايي ټولنې هوکړه وکړه چې د اوکرایین د غړیتوب په اړه خبرې اترې پیل کړي، هنګري اوکرایین ته د اروپايي ټولنې د ۵۰ میلیارده یورو مرستې ورکولو مخنیوی وکړ.

د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان په برسلز کې د پنجشنبې خبرو اترو وروسته وویل: ” اوکرایین ته یې د نورو پیسو ورکول ویټو کړل. ”

نور ولولئ: د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر اوکراین د امریکا لپاره دویم مقام بللی

اروپايي مشرانو وویل د مرستو په اړه خبرې اترې به د راتلونکې کال په لومړیو کې بیا پیل شي

اوکرایین چې د روسي اشغالګرو ځواکونوسره په جګړه بوخت دی، د اروپايي ټولنې او امریکا متحدو ایالتونو مالي مرستو ته سخته اړتیا لري.

اوکراین ته د نورو مرستو له ورکولو سره مخالفت

لږ وروسته له هغې چې اروپايي مشرانو په اروپايي ټولنه کې د اوکرايين د غړیتوب په اړه د خبرو د پیل کولو پریکړه وکړه ښاغلي اوربان اوکرایین ته د نورو مرستو ورکولو د مخالفت اعلان وکړ.

اروپايي ټولنه همدا راز غواړي چې د مولډووا د غړیتوب اوګرجستان ته د کاندید دریځ ورکولو په اړه خبرې پیل کړي.

نور ولولئ: له کاناډا زېلنسکي غوښتي چې تر بریا د اوکراین ترڅنګ ودرېږي

هنګري چې له روسیې سره نژدې اړیکي پالي- له پخوا څخه په اروپايي ټولنه کې د اوکرایین د غړیتوب مخالفت کاوه خو له ویټو څخه یې کار نه و اخیستی.

اوربان د خبرو له پیل سره سم غونډه ترک کړه

د خبرو په پیل کې ښاغلی اوربان سملاسي له غوڼدې ووت او مامورین وايي چې پدې اړه له وړاندې سلا شوې وه، پداسې حال کې چې د اروپايي ټولنې نورو ۲۶ غړو هیوادونو غونډې ته دوام ورکړ او رایه یې ورکړه چې د اوکرایین د غړیتوب په اړه به خبرې پیلوي.

ښاغلي اوربان د جمعې په ورځ د هنګري دولتي راډیو ته وویل اته ساعته یې زیاروایست چې د اروپايي همکارانو د پریکړې مخه ونیسي خو هغوی قانع نه شول.

خوهغه زیاته کړه چې په اروپايي ټولنه کې د اوکرایین د غړیتوب پروسه به هسې هم اوږده وي او بوډاپست کې د هنګري پارلمان که وغواړي کولای شي مخنیوی یې وکړي.

د هالنډ لومړي وزیر مارک رټه د ښاغلي اوربان د مخالفت په اړه وویل: ” موږ تراوسه یوڅه وخت لرو، اوکرایین د څوراتلونکو اونیو لپاره پیسې لري. موږ له ۲۶ غړو هیوادوسره موافقه وکړه خو ویکټور اوربان، هنګري، نشوای کولای دا کار وکړي. ډاډه یم چې د راتلونکي کال په لومړیو کې به یوې هوکړي ته ورسیږو.فکرکوم چې د جنوري په وروستیوکې به وي. ”

د اروپايي شورا مشر چارلز میشل د جمعې پرسهار یوې خبرې غونډې ته تایید کړه چې د اروپايي ټولنې له یو مشر پرته نورو ټولو اوکرایین ته د مالي ملاتړ ورکول او د اروپايي ټولنې د بودیجې وړاندیز ومانه – خو سویډن اړتیا لري له خپل پارلمان سره مشوره وکړی. هغه زیاته کړه چې د راتلونکي کال په لومړیوکې به پدې اړه بیا وغږیږو اوهڅه به وکړو د ټولو هوکړه ترلاسه کړو.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button