نړیوال خبرونه

اوکراین د روسیې ایس ۴۰۰ دفاعي سیستم د ویجاړولو خبر ورکړی

اوکراین ادعا کوي چې کریمیا کې یې د روسیې ایس ۴۰۰ پرمختللی هوايي دفاع سیستم ویجاړ کړی

په هغو تصویرونو کې چې پر خواله رسنیو خپاره شوي د کرایمیا ښار سره نژدي اور او لوګی لېدل کېږي. اوکراین وايي چې دوی د روسیې یاد سیستم ویجاړ کړی دی.

نور ولولئ: د روسیې او اوکراین جګړه؛ روسیه کې پر یوه هوايي ډګر د ډرون بریدونه

مسکو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي خو د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې یو شمېر اوکراییني ډورن الوتکې یې نسکورې کړې او د اوکرایین د سمندري ځواک پر یوې ګزمې یې برید کړی دی.

د روسیې لخوا د کریمیا نیول کېدل

دغه راز نن د ورځې په لومړیو کې په کریمیا کې چې روسیې له ۲۰۱۴ کال راهیسې نیولې ده د څو چاودنو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

اوکراییني ځواکونو د ډرون الوتکو په وسیله پر روسي رادار برید وکړ چې ترې وروسته هوايي دفاعي سیستم په نیپټوین کورز توغندیو وویشل شو.

د سرچینې په وینا ”د رادار له کاره ایستلو وروسته سمندري ځواکونو د روسیې ایس ۳۰۰ او ایس ۴۰۰ دفاعي سیستمونه په نښه کړل چې یو اعشاریه دوه ملیارده ډالر ارزښت یې درلود. ”

د نیپټوین کروز توغندیو په اړه

نیپټوین کورز توغندي د اوکرایین د پوځ لخوا د سمندري ځواکونو لپاره ډیزاین شوي وو خو وروسته داسې بدلونونه په کې راوستل شول چې پر ځمکې هم اهداف په نښه کړای شي.

سیمه ییزو رسنیو او د سیمې خلکو ویلي چې کرایمیا کې چاودنې سهار وختي واورېدل شوې او د پوځي اډې ترڅنګ لوګی لېدل شوی دی.

بلې خوا ته د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې د اوکرایین هغه ۱۱ ډورن الوتکې یې نسکورې کړي چې پر کرایمیا یې الوت کاوه. په سیمه کې د روسیې لخوا ګومارل شویو چارواکو پر پوځي اډې د برید په اړه او دفاعي سیستم ته د اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویلي.

نور ولولئ: اوکراین کې د مسکو او غرب سیالي؛ کېم جونګ اون روسیې ته رسېدلي

کرایمیا کې له ۲۰۰۷ کال راهیسې د روسیې ایس ۴۰۰ دفاعي سیستم فعال و. دا سیستم مخکې ایس ۳۰۰ و چې بیا د سړې جګړې پرمهال ایس ۴۰۰ ته اړول شوی و. ایس ۴۰۰ دفاعي سیستم کولای شي چې الوتکې او بالستیک توغندي په نښه او له کاره وباسي.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم د مسکو او کیف تر منځ جګړه روانه ده، خو داسې ښکاري چې روسیه پر اوکراین د برید کولو له امله پښېمانه ده او قراینو داسې معلومېږي چې دا جګړه به نور وخت هم اخلي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button