لوبې خبرونه

اى پي ايل: ممبۍ ټیم نه بېنګلورپه سوپر اور کې لوبه وګټله

اى پي ايل: ممبۍ په بېنګلورپه سوپر اور کې لوبه وګټله د اى پي ايل لوبه ډېره ښه او په زړه پورې وکړه، چې دواړو ټيمونو ٢٠١ منډې وکړې او لوبه سوپر اور راونډ ته اووته چې په سوپر اور کې د رايل چېلنجرز بېنګلور ټيم د ممبۍ انډينز ټیم ته ماتې ورکړه او لوبه ېې وګټله.

د اى پي ايل ١٠مه لوبه په دوبۍ کې د رايل چېلنجرز بېنګلور او ممبۍ انډينز لوبډلو ترمنځ وشوه. په اول کې د لوبې پچه ممبۍ انډينز په خپل نوم کړه او لومړى يې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.د بېنګلور له لوري ديودت پاډيکال او ارون فنچ توپوهنې ته راووتل او دواړو د ٨١ منډو په زړه پورې ملګرتيا ترسره کړه، چې ارون فنچ د ٥٢ منډو ترلاسه کولو وروسته وسوځېده، همدا راز ويراټ کوهلي توپوهنې ته راغى خو په ١١ توپونو يې يوازې ٣ منډې وکړې او له مېدانه بهر شو.له هغه وروسته اې بي ډيويليرز توپوهنې ته راغى او له پاډيکال سره په ګډه يې د بېنګلور منډې ١٥٤ ته ورسولې، چې پاډيکال د ٥٤ منډو ترلاسه کولو وروسته اووټ شو.

ډيويليرز او شيوام ډوبى په وروستيو اورونو کې چټکه توپوهنه پیل کړه ، چې ډيويليرز په ٢٤ توپونو ٥٥ ناسوځېدلې منډې وکړې او ډوبى په ١٠ توپونو ٢٧ ناسوځېدلې منډې وکړې.رايل چېلنجرز بېنګلور په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ٢٠١ منډې وکړې او د ممبۍ انډينز لوبډلې ته يې د ٢٠٢٠ منډو ستر هدف وټاکه.د ممبۍ انډينز له لوري ټرينټ بولټ ٢ او راهول چاهار ١ ويکټ واخیسته

د ٢٠٢ منډو د هدف په تعقيب د ممبۍ انډينز لوبډلې پيل ډېر سوړ و، لومړى لوبغاړى روهيت شرما و چې د ٨ منډو ترلاسه کولو وروسته وسوځېده، ورپسې سوريا کمار يادو هم په صفر له مېدانه بهر شو او کوانټين ډي کوک بيا يوازې ١٤ منډې وکړې او وسوځېده. هارديک پانډيا هم کوم کمال ښکاره نه کړ او ١٥ منډو ترلاسه کولو وروسته له مېدانه بهر شو.ممبۍ انډينز په ١١.٢ اورونو کې د ٧٨ منډو په جوړولو سره ٤ مهم توپوهونکي اووټ شول.

کشن په ٥٨ توپونو ٩٩ منډې وکړې، چې ٩ شپږيزې يې هم وهلې وې، همدا راز کيرون پولارډ په ٢٤ توپونو ٦٠ منډې وکړې، چې ٥ شپږيزې يې هم ووهلې.ممبۍ انډينز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ٢٠١ منډې وکړې او د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه مساوي شوه، چې له هغه وروسته سوپر اور ته لوبه لاړه.د رايل چېلنجرز بېنګلور له لوري ايسورو ادانا ٢، واشينګټن سندر، يوژيندرا چاهل او اډم زمپا ١-١ ويکټ واخيستې.

بلخوا بیا په سوپر اور کې د بېنګلور له لوري سنديپ سېني توپ اچونې ته راغى او د ممبۍ له لوري کيرون پولارډ او هارديک پانډيا بیټنګ ته راووتل، پولارډ په لومړي توپ ١ منډه ترلاسه کړه، پانډيا په دويم توپ ١ منډه واخيسته، دريم توپ مس شو، په څلورم توپ پولارډ څلوريزه ووهله او په پنځم توپ پولارډ کېچ شو او له مېدانه بهر شو، شپږم ليګ باى توپ ترسره شو او ممبۍ په اور کې ٧ منډې ترلاسه کړې او بېنګلور ته يې د ٨ منډو ټارګټ کېښود.

په اول بال ډيويليرز ١ منډه وکړه، په دويم توپ کوهلي ١ منډه وکړه ، دريم توپ مس شو، په څلورم توپ ډيويليرز څلوريزه ووهله، په پنځم توپ ډيويليرز ١ منډه وکړه او په شپږم توپ کوهلي څلوريزه ووهله، چې په دې سره يې په سوپر اول لوبه په خپل نوم کړه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button