افغان کډوال

ایران: افغان کډوال چې له نوي مهلته وروسته ونه وځي، نو جریمه به شي

اړوند خبر: 

د ایران سني مذهب امام عبدالحمید: له افغان کډوالو سره د ایران چلند نه زغمونکی دی

ایراني چارواکو د هغه مهالوېش موده وغځوله چې له مخې یې باید بې‌سنده افغان کډوال له دغه هېواده ووځي. دوی خبرداری ورکړی، که څوک د سپتمبر تر شپږمې (د سنبلې ۱۵مه) وروسته پاتې شي، باید د پاتې کېدو جریمه ورکړي.

دا خبره ایراني رسنیو اعلان کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خراسان رضوي د څانګې مشر، احمد معصومي‌فر، ویلي هغه افغان اتباع چې قانوني اسناد نه لري، باید تر یادې نېټې مخکې په خپله خوښه له ایرانه ووځي.

معصومي‌فر سیمه‌ییزو خبریالانو ته ویلي، د “کافي زیربناوو نه‌شتوالی” او د دوبي د شدیدې ګرمۍ له امله دا مهلت دوې میاشتې تمدید شوی. خو تر هغې وروسته، هر هغه څوک چې پاتې شي، له قانوني سزا (جریمو) سره به مخامخ شي.

نوموړي ویلي، هغه افغانان چې له قانوني لارو ایران ته داخل شوي وي، کولی شي هلته پاتې شي.

دا اعلان په داسې حال کې شوی چې د افغان کډوالو پر وړاندې د ایران د چلند په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. د بشري حقونو ډلې او عیني شاهدان وايي، له کډوالو سره بد چلند، جبري شړنې، او د امنیتي ځواکونو له خوا زورزیاتی پراخ شوی.

ځینې افغان کډوال شکایت کوي چې د ایران پولیسو د دوی قانوني اسناد (جوازونه او پاسپورتونه) شلولي او بیا یې په زور له هېواده ایستلي. یو شمېر وایي چې هڅه ‌یې کړې دا وښيي چې قانوني اسناد لري، خو ځواب ‌یې دا ترلاسه کړی: «دا کاغذونه احمقانو ته ارزښت لري.»

د ایراني چارواکو د معلوماتو له مخې، نژدې ۵۰۰,۰۰۰ افغانان له تېرو دوو میاشتو راهیسې له دغه هېواده ایستل شوي، یعنې په اوسط ډول د ورځې کې ۳۰,۰۰۰ کسان، چې دا د ناقانونه مهاجرت پر وړاندې د تهران د دریځ د سختېدو ښکارندويي کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button