اقتصاد او سوداګري

ایران ته د ملا بردار سفر؛ افغان سوداګرۍ ته بدیلي لارې لټوي

طالبان هڅه کوي چې د کراچۍ بند پر ځای له ایران له لارې نړۍ ته سوداګري وکړي

وروستیو کې د پاکستان دروني حالات د اندېښنې وړ دي او له طالبانو سره یې هم اړیکې ترینګلي شوي دي، ځکه هلته امنیتي حالت ورځ تر بلې خرابېږي.

افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، چې “افغانستان او ایران خپل ستراتیژیک موقعیت ته په کتو سره دوه ښه اقتصادي شریکان جوړېدای شي”.

نور ولولئ: د هند له لوري افغانستان ته د چابهار بندر له لارې د ۲۰۰ ټنو درملو لېږد

هغه زیاته کړې، دې موخې ته رسېدو لپاره اړتیا ده چې “دوه اړخیزې همکارۍ لا زیاتې او تخنیکي ټیمونه په ګډه سره کار وکړي.”

ښاغلي برادر دا خبرې ایران ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د ملي امنیت عالي شورا له رییس علي‌اکبر احمدیان سره په لیدنه کې کړې.

له ایران سره د طالبانو خبرې

د ښاغلي برادر دفتر په یوه خپاره کړي بیان کې لیکلي، چې دې لیدنه کې “پر سیاسي او اقتصادي اړیکو سربېره” د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحد کې پر ښې همغږۍ، د اوبو پر مدیریت، ترانزیټ او د ایران له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو پر زیاتوالي بحث او خبرې شوې دي.

په بیان کې زیاته شوې ښاغلي احمدیان هم د ترانزیټ موضوع ته په اشارې ویلي چې “ایران او افغانستان د چین د یو کمربند او یوې لارې پروژه کې مهم رول لري” او دا چې دغه پروژه “چین د افغانستان له لارې ایران، عراق، سوریې او مدیترانې سمندر سره نښلولی او اروپا ته رسولی شي.”

نور ولولئ: ملا برادر: طالبان غواړي د سیمې په ترانزیټ کې د مرستندوی رول ولوبوي

ښاغلي برادر تر دې مخکې د دغه سفر پر مهال د ایران له بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان سره هم د اقتصادي همکاريو پر پراختيا او له افغان کډوالو سره د “ښه چلند” کولو په اړه خبرې کړې دي.

له پاکستان سره ترینګلي اړیکې

د طالبانو حکومت په داسې حال کې له ایران سره د سوداګریزې راکړې ورکړې او د دغه هېواد له لارې نورې نړۍ سره د سوداګرۍ او ترانزیټ د غوړېدو هڅو ته مخه کړې، چې له بل ګاونډي پاکستان سره یې په دغو برخو کې اړیکي ښه نه دي.

پاکستان د روان کال د سپتمبر لومړیو کې له یوې شخړې وروسته له افغانستان سره د تګ راتګ او سوداګرۍ تر ټولو مهمه ‘تورخم’ لار د څو ورځو لپاره وتړله او افغان سوداګرو وویل چې د کرښې دواړو غاړو ته یې پر سوداګریزو توکو د بار موټرونو ایسارېدو له کبله میلیونونه ډالر زیان لیدلی دی.

افغان سوداګر وايي پاکستان تر دې مخکې هم په وار وار دا او نورې لارې په داسې وختونو کې تړلې، چې له افغانستانه د تازه میوو د صادرېدو فصل وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button