Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

ساینس او ټېکنالوژي

ایران د حزر سمندرګي قطعې ته د دیلمان په نوم نوي بېړۍ ورزیاته کړه

دغه جنګي بېړۍ چې ایران خپلو بحري ځواکونو ته ورکړه، د بېلابېلو وسلو د کارولو توان لري

ایران په داسې حال کې چې د نړیوالو په خاص ډول د غرب تر بندیزونو لاندې دی، خو بیا هم د وسلو او بېړیو په جوړولو کې یې کارونه ټکني نه ښکاري.

د ایران دولتي خبري اژانس دوشنبه نومبر ۲۷ (لیندۍ۶) ویلي چې د دې هیواد بحري ځواکونو د “دیلمان” په نامه جنګي کښتۍ چې د کروز توغندیو وارولو توان لري، د کسپین په بحیري کې د بحري ځواکونو په قطعې کې وراضافه کړه.

د یادې بېړۍ ځانګړتیاوې

د ایران خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې دا جنګي کښتۍ ۱۴ سوه ټنه وزن، ۹۵ متره اوږدوالی او ۱۱ متره پلنوالی لري او د دې وړتیا لري چې د نورو کښتیو له منځه وړلو لپاره هغه توغندي وار کړي چې هدف ته تر رسیدو وروسته چوي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې دا نوې جنګي کښتۍ کولی شي د جنګي کښتیو، بې پیلوټه یا ډرون الوتکو، هیلوکوپترو، اوبتلونو او الوتکو په ګډون تر ۱۰۰ ډیر هدفونه په یو وخت کې په نښه کړي.

نور ولولئ: د ایران پرمختللي وسلې د روسیې پوځي نندارتون کې

نور ولولئ: ایران د (نور-۳) په نوم سپوږمکۍ فضا ته ولېږله

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد حسین باقري چې د دې نوې جنګي کښتۍ د فعالیت پیل کیدو په مراسمو کې یې ګډون کړی و، کسپین یې د سولې او ملګرتیا بحر وباله.

هغه وویل چې د ایران بحري ځواک به د کسپین په بحیرې کې د “سوداګریزو کښتیو امنیتي چارې بهتره کړي، د ترهګرو مقابله به وکړي او په راتلونکې کې د پیښو مخنیوی به وکړي”.

حزر یا کسپین بحیره څومره مهمه ده؟

دا د کسپین په بحیرې کې چې په نړۍ کې په هیوادونو کې دننه د اوبو تر ټولو ستره بحیره ده، د ایران د بحري ځواکونو شپږمه جنګي کښتۍ دې چې ځای پر ځاي کوي یې. پدې بحیرې کې روسیه، آزربایجان، قزاقستان، ترکمنستان او ایران شراکت لري.

د کسپین په بحیرې کې وخت وناوخته د ایران جنګي کښتۍ د اوبو هغې برخې ته ورځي چې د روسیې او آزربایجان کښتۍ پکې دیره دي خو ایران په عین حال کې په آزربایجان لدې کبله هم انتقادونه کړي چې د اسرائیل سره نږدې نظامي اړیکي پالي.

پدې بحیرې کې تر ټولو ستر بحري ځواک د روسیې دی خو ایران هم د ۱۹۶۰ لسیزې راپدیخوا پدې بحیرې کې خپل د بحري ځواکونو شتون پراخولو لپاره یو لړ هڅې کړیدي او د ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې پدې خپل قوت ډیر کړی.

د یادونې وړ ده چې ایران په دې بحیره کې د پام وړ ځواک خاوند دی او دا سیمه ورته ستراتیژیک ارزښت لري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button