سیمه

ایران د سوریې جګړې ته افغان ماشومان ور استولی دي

هرانا خبري اژانس په څړنیز راپور کې موندلي چې ایران د سوریې جګړې ته افغان ماشومان ور استولي دي

ایران استخباراتي شبکې سپاه پاسدران د فاطمیون په نوم یوه ډله چې له افغانانو جوړه وه، په ایران او سوریه کې د خپلو ګټو په موخه جنګوله چې د وژل شوو جسدونه به یې افغانستان ته انتقالېدل.

تازه د هرانا اژانس زیاتوي، ایران کډوال په تېره بیا افغان ماشومان مجبور کړي دي، چې د مالي انعامونو او قانوني استوګنې په ژمنو سره په پوځ کې خدمت وکړی .

دغه تنکي ماشومان د بشرالاسد په ملاتړ جګړې ته استول شوي

د دغه راپور له مخې، ایران افغان ماشومان د فاطمیون لېوا د یوې برخې په توګه د بشار اسد په ملاتړ سوریې ته د جګړې لپاره استولي دي.

iran (4)
د ایران له لوري افغان ماشومانو ته چګړیزه روزنه ورکول کېږي

په ایران کې د بشري حقونو یوې ډلې پرون د کپ په ۲۲ مه د ایران له خوا په جګړه کې د ماشوم عسکرو د ګمارلو او کارولو په اړه یو جامع راپور خپور کړ.

دا راپور په وسله والو شخړو کې د ماشوم سرتيرو د ګمارلو لپاره د ايران د اوږدې مودې عمل، په ځانګړې توګه په فاطميون لېوا کې له افغان ماشومانو ناوړه ګټه پورته کول ارزولي دي.

نور ولولئ: طالبان، ایرانیانو ته؛ د افغانانو په څېر درته د پانګونې زمینه برابروو

نور ولولئ: رویټرز: ایران مسکو ته په سلګونو بالستیک توغندي ورکړي دي

نور ولولئ: طالبانو ایران ته له کمال خان بند اوبه ور پرې اېښې دي

د ایران د بشري حقونو ادارې (هرانا) لیکلي، چې دغه راپور له نړیوالو بشري قوانینو او د ماشومانو له حقونو څخه د سرغړونو لړۍ ده او د جګړې سیمو ته د ماشومانو په ګمارنه، روزنې او لېږلو کې د ایران د ښکېلتیا ژورتیا څرګندوي.

دغه راپور څه افشا کول غواړي؟

دغه راپور پر افغان مهاجرینو او ماشومانو په ځانګړي تمرکز سره، له ایران سره د تړلو نظامي او نیمه پوځي ځواکونو لخوا د زیان منونکو خلکو سیسټمیک استحصال افشا کول غواړي.

iran (5)
ایران افغان ماشومانو ته جګړیزه روزنه ورکوي

د دې ډلې موندنې مستند کوي او په ګوته کوي، چې ایران د ماشومانو د حقونو کنوانسیون په ګډون د ډیری نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي، چې وايي، له ۱۵ کلونو څخه کم ماشومان باید استخدام یا په جګړو کې ونه کارول شي.

په راپور کې راغلي، چې د دې څېړنې یوه تر ټولو اندېښمنونکې موندنه د فاطمیون لېوا کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې لوړه کچه ده.

هرانه زیاته کړه، چې ایران افغان ماشومان د فاطمیون په لېوا کې او د پاکستان ډله یې د زینبیون په لېوا کې استخداموي.

د یادونې وړ ده چې ایران هر وخت په منځني ختیځ کې د غرب د کمزوري کولو لپاره نیابتي ډلې رامنځته کړي او په خپله ګټه جنګولي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button