سیمه

ایران په ۲ میاشتو کې ۱۵ افغانان اعدام کړي دي

اړوند مطالب:

اسلام اباد: دا ځل به د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په پراخه کچه پیل شي

منظور پشتین: ایران کې له افغان کډوالو سره نامناسب چلند غندو

د ایران د بشري حقونو سازمان شمېرې ښيي چې د ایران دولت په تېرو دوو میاشتو کې لږ تر لږه ۱۵ افغانان په بېلابېلو تورونو اعدام کړي دي.

د دې شمېرو پر بنسټ، د اعدام حکم د ډېرو افغانانو په اړه د نشه‌يي توکو په تور په قزل حصار کرج زندان کې ترسره شوی دی.

د دې سازمان شمېرې ښيي چې په دې موده د افغانانو اعدامول په قزل حصار کرج زندان، د بندر عباس مرکزي زندان، د ګورګان مرکزي زندان، د اصفهان مرکزي زندان او د برو جرد مرکزي زندان کې ترسره شوي دي.

افغانستان کې د طالبانو په درې کلنه واکمنۍ کې په ایران کې د افغانانو اعدامولو وزر اخیستی او د ایران د بشري حقونو سازمان د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۴ میلادي کال کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی چې په همدې کال کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۸۰ تنه ته رسېږي.

دا شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې ۱۶ تنه، په ۲۰۲۳ کې ۲۵ تنه، او په ۲۰۲۴ کال کې ۸۰ افغانان د ایران لخوا په دار ځړول شوي دي.

ځینې حقوقي کارپوهان وايي چې ایران د عادلانه محکمې اصول عملي کول نقضوي او متهمان له خپلو حقونو محروم دي.

د دې کارپوهانو په باور، طالبان د افغان اتباعو د اعدام په اړه خاموشي اختیار کړې او هېڅ ډول غبرګون یې نه دی ښودلی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button