لوبې خبرونه

ایرلنډ افغان لوبډلې ته په ماتې ورکولو لومړنۍ ټېسټ لوبه وګټله

له افغان کرکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ پر وړاندې ستره ماته وخوړه او ایرلنډ د افغانستان په ماتولو لومړنۍ ټېسټ لوبه په خپل نوم کړه

هاخوا افغانان کرکټ ملي لوبډلې ته په غوصه دي چې ولې یې سمې لوبې ونه کړي او بل دوی پر کرکټ بورډ نیوکه کوي چې د لوبغاړو په انتخاب کې خپلوۍ، اړیکې او دوستۍ پالي.

د ایرلنډ کرېکټ لوبډلې په متحده عربي اماراتو کې افغان ملي ټیم ته په ماتې ور کولو سره په تاریخ کې اول ځل ټېسټ لوبه وګټله.

د ایرلنډ له لوري افغان لوبډلې ته ماته ورکول

ایرلنډ د لوبې په څلورمه پاڼۍ کې د څلورو لوبغاړو سوځېدو سره د ۱۱۱ منډو هدف پوره او افغان لوبډلې ته یې د شپږو ویکټو په توپیر ماته ور کړه.

cricket1
افغان کرکټ ملي لوبډله

دا د کرېکټ تاریخ کې لومړی ځل دی چې ایرلنډ یوه تېسټ لوبه ګټي.

نور ولولئ: راتلونکې میاشت کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبې

نور ولولئ:  کرکټ؛ افغانستان عربي اماراتو ته دویمه ۲۰اوریزه لوبه وبایلله

نور ولولئ: د افغان کرکټ ملي لوبډلې او سري لنکا تر منځ لوبو ته کتنه

ټاکلې وه چې د افغانستان او ایرلنډ دا ټېسټ لوبه پنځو ورځو کې بشپړه شي، خو د افغان لوبډلې کمزوري چلند په دریو ورځو کې د ایرلنډ په ګټه تمامه کړه.

د لوبې له پیل مخکې افغانان په دې باور و، چې له ایرلنډ به ګټل اسان وي، خو په تېرو ورځو کې د افغان لوبډلې کارکردګي دا هیله په اوبو لاهو کړه.

ورکړل شوی هدف ډېر کم ښودل شوی

له دغې لوبې وروسته افغانستان له اېرلنډ سره درې یو ورځنۍ او درې شل اوره لوبې هم لري.

د دغه هدف څخه دفاع ان په شل اوریزو سیالیو کې سخته ده، په ټېسټ کې دا بیا د حساب وړ چندانې منډې نه بلل کېږي، خو د افغانستان نوید ځدراڼ او ورپسې نجات مسعود په حیرانونکي ډول د سر درې سیال لوبغاړي زر اوټ کړل.

cricket2
نوید ځدراڼ

نوید ځدراڼ په لومړي اوور کې دوه وېکټې واخیستې ورپسې نجاب مسعود بل ایرلندی لوبغاړی اوټ کړ، د ایرلنډ څلورم لوبغاړی د ضیالرحمان له لوري اوټ شو خو د افغانستان کمې منډې ایرلنډ له بري لېرې نه کړ.

تر دې وړاندې سریلانکا په ۱۰ وېکټو افغانستان ته په ټېسټ لوبه کې ماته ورکړې وه او د سریلانکا سره په اوو لوبو کې شپږ یې سریلانکا وګټلې او افغانستان په کې ایکې یوه ګټلې وه.

بل د افغان لوبډلې کپتان هشمت الله شاهدي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي وو چې افغان لوبډله د متحده عربي اماراتو له لوبغالو سره بلده ده. ده تمه ښودلي وه چې په دغه لوبغالو کې به افغان لوبډله د ایرلنډ خلاف ښه لوبه وکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button