ټکنالوجي

ای‌سپېس: د جاپانۍ سپوږمکۍ کوزوونکي احتمالا ټکر کړی

یو جاپانی شرکت هیله من دی چې پر سپوږمۍ به د خپلې لومړنۍ خصوصي سپوږمکۍ په ښکته کولو تاریخ جوړ کړي چې احتمالا دا ماموریت یې له ماتې سره مخامخ شوی

له هکوټا – ار لونر ښکته کوونکي سره له کوزېدو شېبه مخکې اړیکه پرې شوې ده.

انجنیران اوس دا ارزوي چې دا مسله څنګه پېښه شوې ده.

توکیو مېشت (ای سپېس iSpace) هیله لرله چې ښکته کوونکی به یې وکړای شي یوه کشفوونکې مصنوعي سپوږمکۍ د ټینیس د توپ په اندازه له یوه روباټ سره پر سپوږمۍ ښکته کړي.

دا سپوږمکۍ د تېر کال په ډیسمبر میاشت کې د سپېس اکس توغندي په مټ توغول شوې وه او خپل منزل ته رسېدو کې یې پنځه میاشتې وخت ونیو.

د ای سپېس شرکت اجراییوي مشر تاکیشي هکماډا ویلي له پلان شوې ښکته کېدنې نژدې ۲۵ دقیقې وروسته “له ښکته کوونکي سره زموږ اړیکه ټینګه نه شوه.”

نور ولولئ: فضا ته د تر ټولو ځواکمن فضايي راکټ استول ځنډېدلي

دی زیاتوي: “باید داسې وانګېرو چې موږ د سپوږمۍ پر سطحه د ښکته کېدو دې ماموریت کې ونه توانېدو.”

په ژوندیو خوځنده رسمونو کې په ډاګه شوې چې اېم۱ ښکته کوونکي د ګرېنویچ پر وخت د سې شنبې ورځې په ۱۶:۴۰ بجو کله چې د سپوږمۍ سطحې ته کابو ۲۹۵ فوټه (۸۹ متره) نژدې شوه، ښکته کېدو ته چمتو شوې وه.

د سپوږمکۍ لوړوالی څه باندې دوه متره او وزن یې ۳۴۰ کیلوګرامه دی چې د معیاري مصنوعي سپوږمکیو له اندازې نسبتا کوچنۍ ده

په پام کې وه چې د ښکته کېدو پر مهال به په مدار کې یو ساعت وخت ونیسي. یاده سپوږمکۍ په یوه ساعت کې ۶۰۰۰ کیلومتره چټکه روانه وه.

نور ولولئ: ريانا لومړنۍ سعودۍ ښځه ده چې فضا ته سفر کوي

د سپوږمۍ شمالي نیمه کُره کې د ښکته کېدو ځای ته تر رسېدا وروسته، په پام کې وه چې هکوټاو ار د سپوږمۍ د سطحې او فضا په اړه څېړنې وکړي. یوه دغه مصنوعي سپوږمکۍ د لوبتوکو جوړولو TOMY شرکت جوړه کړې وه.

امریکا،‌ روسیه او چین هغه یوازېني هېوادونه دي چې د سپوږمۍ پر سطحه د روباټونو ځای پر ځای کولو توانېدلي.

نور ولولئ: ناسا ستورمزلو ته نوي کالي جوړوي

دا لومړی ځل نه دی چې په فضا کې سپوږمکۍ ټکر کوي او د بېرته راښکته کېدو پر وخت له خپل مرداره وځي او په ټاکلي وخت نه راښکته کيږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button