ټکنالوجي

ایلان ماسک د ټویټر د مرغۍ شکل ابي لوګو د سپي شکل پر لوګو بدله کړه

د ټویټر مالک ایلان ماسک د دغې ټولنېزې شبکې د مرغۍ شکله آبي رنګه نښه د زیړ بخن سپي شکل په نښه بدله کړې ده

ایلان ماسک په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی او نه هم مالومه ده چې دا کار یې د موقت وخت لپاره کړی که به دایمي وي.

هغوی چې په کمپیوټر کې د ټویټر پاڼه خلاصولای شي نو د ابي رنګه مرغۍ د لوګو په ځای د زېړ بخن سپي نښه او لوګو لېدلای شي.

فرانس پرس وايي د ټویټر د لوګو په بدلېدو سره د ډیجیټلي اسعارو په بازار کې هم تغیرات ولیدل شول، په دغه لړ کې د «dogecoin» ارزښت ۲۰ فیصده لوړ شو او له ۰.۰۸ ډالرو څخه ۰.۱۰ ډالرو ته پورته شو.

د ټویټر نوې لوګو د همدغه ډیجیټلي سکې لوګو ده

ایلان ماسک په تېر وخت کې د دغه ډیجیټلي اسعارو له کمپنۍ سره ښه روابط نه لرل او یو لړ انتقادونه یې هم پرې کړي وو.

ماسک د ټویټر ټولنیزې شبکې تر اخیستلو مخکې د لوګو د بدلولو په اړه د یو مینه وال غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی و.

ایلان ماسک د تېرکال د اکتوبر په میاشت کې د ټویټر ټولنیزه شبکه په ۴۴ میلیارد ډالرو وپېره او له هغه وروسته یې په دغې شبکې او د شبکې په کارولو کې یو لړ تغیرات راوستل.

ماسک همدغه راز له هغو افرادو، شرکتونو، حکومتي او نا حکومتي ادارو څخه چې په ټویټر کې یې حسابونه تصدیق (ویریفای) شوي، وغوښتل چې د میاشتې شاوخوا ۱۰ ډالر ورکړي او که دا کار ونکړي نو د تصدیق شنه نښه به یې له حساب څخه لېرې کړل شي او ځینې نورې اسانتیاوې به هم ترې واخیستل شي.

نور ولوئ: دا ایپس د فیسبوک / ټویټر څخه غوره دي

دا نښه مینه والو ته ډاډ ورکوي چې حساب اصلي او د اړوند شخص او اړوندې ادارې دی.

مخکې د تصدیق دا نښې په وړیا ډول معتبرو افرادو، شرکتونو او ادارو ته ورکول کېدې. په نړۍ کې میلیادرونه کسان د ټویټر شبکه کاروي او په خپله ایلان ماسک په ټویټر کې شاوخوا ۱۳۳ میلیون مینه وال او فالورز لري.

په افغانستان کې ټويټر ټولنيزه رسنۍ تر فيسبوک او نورو ډیره د باور وړ بلل کيږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button