سفر خبرونه

ایورېسټ ته لومړنی افغان ختونکی وايي غواړي افغانستان کې غرختنه دود کړي

په نړۍ کې د غره تر ټولو لوړې څوکې د همالیا ایوریسټ ته ختلی لومړنی افغان سمیع الدین صدیقي وايي له دې کار څخه یې یوه موخه په افغانستان کې غرختنې او ګرځندوی ته د ودې ورکولو سره مرسته ده

صدیقي د ۲۰۲۳ ميلادي کال د مې په ۱۷مه د ایورېسټ څوکې ته ورسېد. د همالیا د غرونو د لړۍ دا لوړه څوکه د نیپال او تبت ترمنځ موقعیت لري او د ځمکې له سطحې ۸۸۴۹ متره لوړوالی لري.

صدیقي وايي، اوس هڅه کوي چې د افغانانو لپاره په دې برخه کې خدمت وکړي.

صدیقي وايي د ایوریسټ غره ته د ختلو لپاره یې شپږ میاشتې چمتوالی نیولی وو چې درې میاشتې یې د غره ختلو تمرینونه کړي او یوه میاشت په نیپال کې وو. وايي، په پنځو ورځو کې یې وکولای شول د ایوریسټ څوکې ته پورته شي.

په دغه هڅه کې د ستونزو په اړه نوموړی وايي:

د اکسېجن کموالی تر ټولو لویه ننګونه ده: “هر څومره چې پورته ځئ په هوا کې د اکسیجن کچه کمیږي، د ایوریسټ په څوکه کې د اکسیجن کچه شپږ فیصده وي. د یویشت سلنه اکسیجن په پرتله چې موږ یې لرو. نو کله چې اکسیجن نه وي پر بدن باندې زیات اغېز لري.”

نور ولولئ: د ماګر دواړې پښې شوې دي؛ خو څنګه د نړۍ تر ټولو لوړ غره ته وخوت؟

صدیقي په دغه مزل کې چې هر کال یې په ترڅ کې په لسګونو غرختونکي مري، د خپلو کړاوونو په اړه وايي: “په دویمه ورځ زه ناروغ شوم، په درېیمه ورځ زما لارښود راته وویل چې ناروغ یې، ملګرو راته وویل چې د مړي په شان یې. خو الحمدالله په درېیمه ورځ بیرته روغ شوم.”

صدیقي په افغانستان کې زیږیدلی، خو ژوند او زده کړې یې په امریکا کې کړي دي

نوموړی وايي د ایوریسټ غره ته له ختلو سره یې وغوښتل افغان ځوانانو ته ووايي چې دوی هم کولای شي دغه شان لوی کارونه ترسره کړي.

نوموړی زیاتوي: “په افغانستان کې د ګرځندوی له پلوه د غره ختلو په برخه کې د اقتصادي ودې لپاره یو فرصت شته. نو ما ځکه د افغان پیکس بنسټ پیل کړ. افغان پیکس د ورزش، خوندیتوب او د طبیعت د ساتنې له نظره په افغانستان کې د غرونو په برخه کې پر پرمختګ ټينګار کوي.”

ایوریسټ څوکې ته لومړنی افغان غرختونکي سمیع الدین صدیقي له تېرو دریو کلنو راهیسې په بامیان ولایت کې د سکي لوبو لپاره کار کوي او تمه لري چې وکولای شي دې ورزش ته په افغانستان کې نوره وده ورکړي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *