ټکنالوجي

ایولس سپوږمکۍ ځمکې ته راښکته کېږي، خو ځای یې نا معلوم دی

راښکته کېدونکي سپوږمکۍ د راښکته کېدو په حال کې ده، خو چېرته به راښکته شي

ایولس (Aeolus) سپوږمکۍ په یوه نوښتي سفر کې فضا ته په دې پسې استول شوې وه چې د ځمکې سیارې د بادونو نقشه جوړه کړي اوس د دې ماموریت ترسره کولو وروسته بېرته ځمکې ته را روانه ده. د ايولس سپوږمکۍ فضا کې داسې یو لېزر خپور کړی و، چې هره خوا کې د هوا خوځښت وڅاري. د دې چارې اصلي بریا دا ده، چې بدیل یې وار له مخې پلان شوی دی.

یاده سپوږمکۍ بریالۍ واستول شوه

لومړیو کې دا پروژه له ځمکې د الوتو پر مهال نژدې وه، چې ناکامه شي هغه مهال د ایولس په کار کې ستونزه رامنځ ته شوې وې .

انجینرانو له یوې لسیزې ډېر وخت په دې کار وکړ، چې په فضا کې د ډېر وخت لپاره کارکوونکې وسیله جوړه کړي.

نور ولولئ: ترکیې مخابراتي سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

د اروپا د فضایي ادارې (Esa) انجینران د دې لپاره ورپسې شول، چې دې چارې ته جایزه ټاکل شوې وه یعنی د لومړي ځل لپاره د ځمکې له سطحې تر سټراټوسفیر پورې (۰-۳۰ کیلومتره) د بادونو چلند معلومول.

د ایولس سپوږمکۍ یا بېړۍ له منځه وړل

د ایولس د خوځښت ځواک ډېر کم دی چې له اسمانه یې بهر کړي که په دې حالت کې یې په فضا کې له منځه یوسي نو ۲۰ سلنه فزیکي وجود یې د ځمکې په فضا کې پاتې کېږي.

د اروپا فضايي ادارې الوتنو کنټرولوونکو له یوې اوونۍ خوارۍ وروسته یوه مرستندویه برخه ور جوړه کړه.

دوی له دې جوړښت سره سپوږمکۍ ته امر وکړ، چې تر خپل حده ځمکې خوا ته را ټېټه شي او کله چې ۱۲۰ کیلومتر ته ورسېده نو راغوځاره به یې کړي.

د ايولس لخوا را ټول شوي لومړني معلومات د هوا پېژندنې لپاره ډېر ګټور تمام شوي.

نور ولولئ: هند؛ سپوږمۍ ته چاندریان۳ فضايي بېړۍ استوي

دا د هوا خوځښت څاري او دا مرسته کوي چې معلومه شي راتلونکې ورځې به هوا په کوم لوري ګام اخلي.

دې چارې د توپانونو او اور شیندنو په اړه معلومات زیات کړل.

د اروپا فضايي ادارې (ESA) غړو هېوادونو لا دمخه د ۴۱۳ میلیون یورو (۴۵۵ میلیونه ډالر) بودیجه تصویب کړې ترڅو د ايولس ۲ يا Aeolus-2 په نوم په یوه بله سپوږمکۍ تعقیبي چارې یې په مخ یووسي.

نوره مالي مرسته چې نژدې ۹۰۰ میلیونه یورو کېږي د يومېټ سټ (Eumetsat) سازمان لخوا ور کول کېږي او دا سازمان د اروپا د هوا پېژندنې اداره تر خپل څار لاندې لري.

وروسته به وکتل شي چې دا چاره څومره بریالۍ ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button