نړیوال خبرونه

ایټالیا؛ ترافیکي پېښه کې ۲۱ سیلانیان مړه شوي دي

د ایټلیا وېنز سیمه کې یو بس له پله لاندې غورځېدلی چې ۲۱ کسان په کې مړه شوي دي

ایټالیايي چارواکي وايي، د دغه هېواد په وېنیز ښار کې له یوه پله د بس غورځېدو پېښه کې لږترلږه ۲۱ کسان وژل شوي دي.‌

دا پېښه په مېسترې سیمه کې شوې چې ونیز ښار سره د همدغه هوايي پله په وسیله تړلې ده.‌

نور ولولئ: افغانستان کې په ترافیکي پیښو کې ۲۲ تنه وژل شوي

چارواکو ویلي چې بس د پله غاړې له کټارو یا موانع تېر شوی، د اورګاډو پټلیو ته نږدې غورځېدلی او اور یې اخیستی دی.

په بس کې سیلانیان هم مړه شوي

چارواکو زیاته کړې د بس چلوونکی چې پخپله هم په دې پېښه کې وژل شوی ایټالوی دی، خو په وژل شویو سپرلیو کې یې پنځه تنه اوکرایینیان او یو جرمنی وکړی دی.‌

په دې پېښه کې لږترلږه ۱۸ نور کسان ټپي‌ شوي هم دي،‌ چې د پنځو روغتیايي وضعیت پکې نازک ښودل شوی.‌

د وېنیز ښاروال ‘لویجي بروګنارو’ دا یوه ‘ستره غمیزه’ بللې ده.‌

هغه د خواله رسنۍ یوه پیغام کې ویلي “قیامت ته ورته صحنه، چې په خبرو” نه انځورېږي.

اټکل دا دی چې دغه بس به د وېنیز ښار او په ورڅېرمه مارګېره سیمه کې د یوه پنډغالي ترمنځ‌ د سیلانیانو لېږدولو ته کرایه شوی و.

دا پېښه څه وخت رامنځته شوي ده؟

دا پېښه په ځايي وخت د ماښام ۷ بجې او ۴۵ دقیقې داسې حال کې شوې، د رپوټونو له مخې بس که سپاره سیلانیان بېرته پنډغالي ته روان وو.‌

ځینو رپوټونو کې راغلي چې دغه بس به میتان غاز چلېده او د پرېښنا پر مزو له ورغورځېدو وروسته یې اور اخیستی دی.‌

د ایټالیا کورنیو چارو وزیر ‘ماتیو پیانتېدوسي’ ویلي چې د وژل شویو کسانو شمېر کېدای شي لوړ شي.

نور ولولئ: مکسیکو کې د لارۍ اوښتو له امله ۵۴ وګړی وژل شوي

تر اوسه دا مالومه نه ده چې دغه بس ولې له پله غورځېدلی دی.

په یوه ورڅېرمه روغتون کې د ارواپوهانو او رواني ډاکترانو یوه ډله د دې لپاره ګومارل شوې چې د قربانیانو د کورنیو له غړو سره مرستې وکړي.

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جیورجیا مېلوني په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو له خپلو خپلوانو سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي چې دا پېښه څاري.‌

د اروپايي کمېسیون مشرې ‘اورسولا ون ډیر لیین’ هم ویلي چې د دغه ستر غم شېبه کې له ایټالوي مشرانو سره ولاړه ده.‌

دا په داسې حال کې ده چې د ایټلیا په څېر هېوادونو کې دا ډول پېښې ډېرې بوږنوونکي وي ځکه هلته د مرګ ژوبلې ډېر لږ خبرونه ورکول کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button