نړیوال خبرونه

بامیانو ته په تېر یو کال کې څومره سیلانیان راغلي؟

بامیان د طبیعي ښکلاوو او لرغونو تاریخي ځایونو په لرلو سره، هر کال د پسرلي او اوړي په موسمونو کې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د پراخ حضور شاهد وي. د شمېرو له مخې د روان کال له پیله تر دې دمه ۱۰۷ زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو له دغه ولایته لیدنه کړې ده.

بامیان او سیلانیان

د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور رییس سیف الرحمن محمدي وايي:«د کال له پیله تراوسه د بند امیر ملي پارک سیمې ۱۰۷ زره یا له دې ډېرو سیلانیانو لیدنه کړې ده. د بامیانو د کرنې او مالدارۍ رییس ذبیح الله رب دوست هم څرګندوي:«له عوایدو څخه مو ۳۰ لیکه راټولې کړې دي د کښتیو او د دروازې یې تړون لرو او په بانک کې یې اویز هم لرو

نور یی ولوله | د افغان ښځو د ملاتړ لپاره د امریکا نوې طرحه

نور یی ولوله | د اسلامي امارت تازه ګمازنې

په داسې حال کې چې د ګرځندوی صنعت د دغه ولایت د اوسېدونکو پر اقتصادي وضعیت مستیقم اغېز لري، سږ کال یې د نورو کلونو په پرتله کاروبار ښه شوی دی. د بامیانو اوسېدونکی سید عطا وايي:«سږکال د تېرو کلونو پرتله امنیت ښه و له همدې امله سږکال هر څه ښه وو، په بند امیر کې کار و بار بد نه وو. د بامیانو اوسېدونکې خدیجه هم زیاتوي:«سیلانیان لاسي صنایعو ته ډېر لېواله دي چې وې پېري لکه بیکونه چې جوړېږي دا خو بازاري نه دي.

سیلانیان

په همدې حال د ګرځندوی یو شمېر کارپوهان وایي، سرپرست حکومت باید د ګرځندوی صنعت ودې او په دغه برخه کې د لا ډېرو آسانتیاوو د برابرولو په  پار هلې ځلې ګړندۍ کړي. د ګرځندوی چارو کارپوه محمد رضا ابراهیم څرګندوي:«د ګرځندویۍ عاید د ګرځندویانو په راتګ متکی دی او د ګرځندویانو راتګ، پر مشخصو پلانونو، د بیخ بیانو تامین او پر ځانګړو روزنو متکی دی.

بهرني سلانیان

بند امیر په بامیانو کې له طبیعي ښکلاوو ډکه هغه سیمه ده چې هر کال زرګونه کورني او بهرني سیلانیان له دې سیمې لیدنه کوي او دا بند په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د ملي پارک په توګه وپېژندل شو.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button