د نورو ولایاتو په پرتله په بامیانو کې د نجونو پر وړاندې دودیز خنډونه نور هم راکم شوي دي.
دغه نجونې هیله منې دي چې د سولې د بریالیتوب په صورت کې د هېواد له نورو برخو هم نجونې وکولای شي چې په بامیانو کې له دوی سره یو ځای شي.
دوی په پوره لېوالتیا د غره سر ته خیږې څو هلته سکي لوبې وکړي.
بامیاني نجونې د دې لوبو په موخه خطر هم پر ځان مني.
مریم محمدي لدې پرته چې له دودیزو ستونزو سره مخ شي، سکي لوبې ته یې مخه کړې ده. وايي بامیانو کې د ښځینه سکي بازانو لپاره ښه زمینه برابره ده.
د هغو سکي بازو نجونو شمېر زیات شوی چې په بامیانو کې د جشنوارې یوه برخه جوړوي.
د سکي بله لوبغاړې صنم ده چې له کابله بامیانو ته راغلې ده.
صنم که څه هم سکي سره ډېره بلده نه ده ، خو هڅه کوي چې دغه لوبه زده کوي . د صنم تر څنګ نورې نجونې او یو شمېر کورني او بهرني سیلانیان هم دلته له سکي بازانو سره یو ځای شوي دي.
له یوې لسیزې لږه موده کیږي چې بامیان د سکي او نورو ژمنیو لوبو کوربتوب کوي.
دغې چارې ته د عایداتي اړخه هم کتل کیږي او مسوولین پدې باور دي چې دا چاره کولی شي سیلانیان بامیان ته لا وهڅوي.