نړیوال خبرونه

بانک جهاني افغانستان سره تر سل ميليونه ډالره ډېره مرسته کوي

نړیوال بانک تر دې دمه په ټولیز ډول له 4.70 ملیارد څخه زیات د پراختیا او بیړنۍ بیا رغونې پروژې لپاره ، او په افغانستان کې د بودیجې څخه د مالتړ شپږ فعالیتونه چمتو کړي. پدې مرسته کې له 26، billion ملیارد ډالرو وړیا مرستې او $$6..4 ملیونه ډالره بې سوده پور شامل دي.

په ټوله نړۍ کې د کورونا ويروس د پراخېدو له امله نړيوال بانک له يو شمېر هېوادونو سره مرسته اعلان کړې ده، چې په دې لړ کې له افغانستان سره هم ١٠٤ ميليونه ډالره مرسته کوي.

د نړيوال بانک له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې په افغانستان کې د کورونا ويروس د پراختيا د مخنيوي په خاطر ١٠٤ ميليونه ډالره بېړنۍ مرسته کوي، چې دا مرسته د کورونا ويروس پر وړاندې د مبارزې له بېړنۍ پروژې سره شوې ده.

په دغه خبرپاڼه کې همدا راز زياته شوې ده، چې دا مرسته به په افغانستان کې د روغتيايي نظام پر پياوړتيا او په دغه هېواد کې د کورونا د ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په موخه ولګول شي.

نړيوال بانک په داسې وخت کې له افغانستان سره دا مرسته تصويب کړه، چې په هېواد کې د کورونا ويروس مثبتې پېښې ٢٧٣ ته رسېدلي دي.

د عامې روغتيا وزارت وايي، چې په وروستيو کې چې کوم کسان په کورونا ويروس اخته شوي دي، هغوى ايران يا چين ته کوم سفر نه دى کړى او په هېواد کې دننه د کورونا ويروس ورغلى دى.

د يادولو ده چې افغانستان ته د کورونا ويروس له ايران څخه راغى، چې په هرات کې هغه کسان په دغه ويروس اخته و، چې له ايران څخه بېرته هېواد ته راستانه شوي و.

د عامې روغتيا وزارت مسوولينو له خلکو غوښتنه کړې ده، چې په کورونو کې دې پاتې شي او په احتياطي تدابيرو دې عمل وکړي، ځکه که په افغانستان کې د کورونا ويروس د پراختيا مخه ونه نيول شوه، نو وروسته به ډېرو پېسو ته اړتيا ولري چې د دغه ناروغۍ مخنيوى وکړي.

د يادولو ده چې په ټوله نړۍ کې د کورونا ويروس مثبتې پېښې له يو ميليون څخه اوښتې دي، چې تر ټولو زياتې مثبتې پېښې په امريکا کې ثبت شوې دي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button