نړیوال خبرونه

بریتانيا ته د اوښتو پر مهال يو کډوال ډوب شوی او ۳۰ نور ژغورل شوي

د فرانسي په ساحل کې وروسته له هغه يو کس ډوب شوی او ۳۰ نور د فرانسوۍ ژغورونکې ډلې له خوا ژغورل شوي چې بریتانيا ته يې د اوښتو هڅه کوله. ډېری ژغورل شوي کسان په وړه ربړي کښتۍ کې سپاره وو.

ويل کېږي هغه کس چې د جمعې په ورځ اوبو کې ډوب شوی ۲۰ کاله عمر لري او د سودان اوسېدونکی و. دا ۲۰۲۲ نوی کال په انګليس تنګي کې د مړينۍ لومړنۍ پېښه ده. ځايي رسنيو ويلي وروسته له هغه د خطر زنګ وکړنګول شو چې هلته ځينو خلکو يوه کښتۍ وليده چې په سړه هوا کې له ستونزو سره مخ او د ډوبېدو په حال کې وه.

چارواکي وايي د ژغورنې په عملياتو کې له څو کښتيو او چورلکې کار اخيستل شوی دی. د تېر کال نومبر مياشت کې لږ ترلږه ۲۷ کسان په دې تنګي کې چې د فرانسې له شمال څخه بریتانيا ته په لار وو ډوب شول. په دوی کې ښځې او مامشومان هم شامل وو.

د هغو کسانو شمېر چې تېر کال په کوچنيو کښتيو کې د انګليس تنګي له لارې بریتانيا ته اوښتي د ۲۰۲۰ پرتله درې څله زيات و. د یوی سرچیې له خوا راټولې شوي شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۱ کال کې لږ ترلږه ۲۸۴۳۱ کډوال د انګليس له تنګي اوښتي، دا په داسې حال کې ده چې يوزاې تېره پنجشنبه ۲۷۱ کسان د کېنټ ساحل ته رسېدلي چې د ۲۰۲۰ کال د ټولې جنورۍ مياشتې پرتله لوړ شمېر دی.

نور یی ولوله | د طالبانو دفاع وزیر له ګاونډيو هېوادونو څخه غوښتي چې د افغانستان الوتکې ور وسپاري

بل پلو فرانسه کې يوې ځايي وېبپاڼې خبر ورکړی چې چارواکو بريتانيا ته اوښتونکې يوې لارې مخه نيولې چې ډېری سپاره کسان په کې د افغانستان، سوريې او ايران اوسېدونکي وو. په دوی کې د دوو قاچاق وړونکو د نيول کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button