لوبې

بریتانیا افغانی فوټبالر نجونی سره کورنیو ته یې ویزې ورکوي

 بریتانیا بریتانیا

د بریتانیا حکومت ویلي لسګونو ځوانو افغانو فوټبالرو نجونو او د هغوی کورنیو ته به د بریتانیا ویزې ورکوي دا کار د بریتانیا د حکومت د هغه پلان برخه ده چې له مخې به یې زرګونه اړمنو افغانانو ته بریتانیا کې د اوسیدو زمینه برابرېږ

د ۳۵ فوټبالرو نجونو دا ډله پر کابل د طالبانو تر  حاکم کیدو وروسته د پاکستاني حکومت په بلنه ا اسلام اباد ته تلې وه او تر دې مهاله  هلته په یوه هوټل کې  اوسیږی ویل کېږي چې د دوشنبې پر ورځ به د دې نجونو د پاکستان موقتي ویزی ختمی شوی  خو بریتانیا ته تلو  کې به یې هم دوه یا درې اوونۍ وخت لګېږي د (ورکېټ فاونډېشن) په نوم یوه بنسټ له دې نجونو سره له افغانستان  نه وتلو کې همکارۍ کړی

article 15

وروسته همدې بنسټ د بریتانیا له حکومته غوښتنه کړی  چې دې ځوانو فوټبالرانو ته ویزې ورکړی د دې بنسټ مشرې سیو انې ماري ګېل ویلي دا یو بهترین خبر دی چې یادې نجونې به بریتانیا ته راځي نوموړي د بریتانیا د لومړي وزیر بورېس جانسن، د کورنیو چارو وزیرې پریټي پټېل او همدا راز د پاکستان د لومړي وزیر او د دې هېواد فوټبال فدراسیون مننه هم کړی ښاغلی ګېل وایي  دې نجونو ته کورنیو ته یې د ژوند یو بل فرصت ورکړل شی

ا هم ولولئ | افغانستان کې د بشر ضد جنایتونو په اړه د ملګري ملتونه څیړنه

   او بنسټ به یې کوشش کوي چې دوی په بریتانیا کې په اسانۍ سره ځای پر ځای شي او خپل نوی ژوند پیل کړي د بریتانیا مشهورو فوټبال لوبډلو چېلسي او لیډز یونایټډ هم وعده  کړې  چې دې افغانو فوټبالرو نجونو سره به هم  کوی د دغو نجونو عمرونه د ۱۳ او ۱۹ کالو ترمنځ دي او ډېری یې د لویدیځ هرات ولایت اوسېدونکې دی

یاده دې وي چې د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې ته په اسټرالیا کې او همدا راز (ب) لوبډلې ته په پرتګال کې پناه ورکړل شوې خو د ځوانو نجونو د لوبډلې برخلیک تر دې دمه مهاله نامعلومه وو

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button