نړیوال خبرونه

بسم الله محمدي پرون ماښام خپل امریکي سیال سره تلیفوني خبرې وشوې

بسم الله محمدي خپل امریکي سیال سره تلیفوني خبرې وکړې.د ملي دفاع سرپرست وزیر د متحده ایالاتو د دفاع وزیر سره تلیفوني خبري وکړي.دواړو سیالانو دا لومړی وار دی چې دافغانستان په امنیتي وضعیت باندې خبرې وکړې.

د ملي دفاع سرپرست وزیر سترجنرال بسم الله “محمدي” بېګا ماښام د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ “استین” سره د افغانستان او امریکا تر منځ د پوځي او ستراتیژیکو همکاریو په تړاو موثرې او هر اړخیزې ټلیفوني خبرې وکړې.دواړو مشرانو د دې نه وړاندې هیڅ ډول تماس نه وو نیولی خو د ملی دفاع پرست هغه ته ډاډ ورکړ چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې افغانستان یرغمال کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د ترهګرو د ځپلو په برخه کې فعاله او مهم رول وستایه او وې ویل: موږ د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د اوږد مهاله تمویل, تجهیز او د مسلکي زده کړو په برخه کې همکاريو او د افغانستان حکومت او خلکو سره دوامداره مشارکت ته ژمن یو.

فوځ ویستل

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر د خپلو خبرو په دوام کې د طالبانو له لورې د تاو تریخوالي د زیاتیدو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړه او دا یې هر اړخیزه تفاهم ته د رسیدو له پاره خنډ وباله او په افغانستان کې د سولې مذاکراتو د رامنځته شوي فرصت نه په ګټه اخیستو او تلپاتې سولې ټينګار وکړ.

بلخوا د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د امریکا متحده ایالاتونو د افغانستان د خلکو او حکومت سره دوامداره همکاریو څخه چې هغه د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د تجهیزاتو ملاتړ او په ځانګړې توګه د افغان هوایي قواوو سره د زیاتو چورلکو مرستو په برخه کې د ملاتړ او همکاریو څخه مننه او قدرداني وکړه همداراز دواړو هېوادونو د نړیوال تروریزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ټینګار وکړ

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button