بلاول بهټو: حکومت دې د افغانستان په اړه خپله تګلاره د بحث لپاره پارلېمان ته وړاندې کړي

بلاول بوټو زرداري د سېپټېمبر پر اتمه په ملتان کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان حالات پر پاکستان ژور اغېز لري او پکار ده چې حکومت د دغه هېواد په هکله پالیسي جوړولو لپاره پارلېمان په اعتماد کې واخلي.
تر دې وړاندې د پاکستان د حزب اختلاف ځینو نورو ګوندونو هم له حکومته غوښتنې کړي چې د افغانستان په اړه پر پاکستانۍ تګلارې دې په پارلېمان کې بحث وشي.خو لیکوال او څېړونکي زاهد حسېن په دې هکله د سېپټېمبر پر نهمه مشال راډیو ته وویل، دی فکر نه کوي چې په دې هکله دي په پارلېمان کې بحث وشي او یا هم ګټورې نتیجې ورکړي.

“په عامه توګه د ملک پر مهمو مسلو په پارلېمان کې بحث ضروري وي چې په سلا او مشوره د ملک په ګټه یوه پالیسي جوړه شي، خو زموږ په ملک کې دا روایات نه شته. بل اوس هم اپوزیشن ګوندونه په دې لړ کې په متفقه توګه غږ نه پورته کوي. نو په زما خیال دوی پوه دي چې په پارلېمان کې د افغانستان په اړه تر ممکنه بحث وړاندې مقتدرو ادارو پالیسي جوړه کړې او عملي کړې ده.”
د زاهد حسین په وینا، زیاترو اپوزیشن ګوندونو هم د خپلو حکومتونو پر مهال د دې ډول حساسو معاملاتو په اړه په پارلېمان کې له بحث څخه ډډه کړې ده.بلخوا په پېښور پوهنتون کې د سیمه ییزو مطالعاتو د څانګې مشر ډاکټر سرفراز خان وايي، په پاکستان کې سیاسي ګوندونو تل هڅه کړې چې د بهرنیو تګلارو جوړولو لپاره په پارلېمان کې بحث وشي او د دوی په مشوره تګلارې جوړې کړل شي.
نوموړی وايي په عامه توګه دا ویل کېږي چې د پاکستان خارجه پالیسي او په خاصه توګه د افغانستان په اړه پالیسي سیاسي واکمنان نه بلکې پوځي واکمنان جوړوي. خو بیا هم سیاسي ګوندونو خپل جدوجهد جاري ساتلی چې د خلکو په رایو جوړ شوی پارلېمان دا پالیسیانې جوړې کړي.