سیمه

بلوچستان کې وسله والو د سکرو کانونو شل مزدوران وژلي

راپورونه وايي، وسله والو بلوچستان کې د سکرو کانونو شل مزدوران وژلي چې ۴ پکې هم افغانان دي

ناپېژانده وسله والو د بلوچستان په دوکي ولسوالۍ کې په یوه برید کې د سکرو کانونو لږترلږه ۲۰ کاریګر وژلي او ۷ نور ټپي کړي‌ دي.‌

ځايي‌ چارواکو ویلي،‌ برید دوکي‌ ښار ته نږدې سیمه کې شوی.‌

دوکي‌ کې د پولیسو یوه ځايي مشر ‘همایون خان ناصر’ ویلي، ناپېژانده وسله وال دې سیمې ته ورغلي او پر کاریګرو یې ډزې کړې دي.‌

پاتې ۱۶ کسان د بلوچستان دي

د نوموړي په وینا په وژل شویو کې څلور افغانان او پاتې د بلوچستان د کلاسیف‌الله،‌ ژوب،‌ پښین،‌ موسی‌خېل او کچلاک اوسېدونکي دي.‌

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

خو مخکې په بلوچستان کې د دا راز ګڼو بریدونو پړه د بلوڅ بېلتونپالو ازادي غوښتونکي پوځ ‘بي‌اېل‌اې’ په غاړه اخیستې ده.‌

نور ولولئ:  پاکستان کې یوه جومات ته نژدې برید شاوخوا ۵۲ تنه وژلي دي

نور ولولئ: شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو برید؛ ۶ هلاک شوي او ۲۴ ژوبل دي

یو ځايي‌ خبریال عبدالحکیم ناصر وايي، د دې پېښې خلاف نن د دوکي‌ په مرکزي‌ څلورلاره کې د احتجاج پرېکړه شوې.‌

هغه زیاته کړې چې په ښار کې نن هټۍ او کاروباري مرکزونه هم تړلي دي.

پر مزدورانو ګڼ خونړي بریدونه

د بلوچستان د اطلاعاتو مخکیني سرپرست وزیر جان اڅکزي هم د اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې په دغه برید کې د ۲۰ کاریګرو د وژل کېدو خبره کړې.

د یادونې ده چې روان کال د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د کانونو او نورو طبیعې زېرمو پر مزدورانو ګڼ‌ خونړي‌ بریدونه شوي‌،‌ چې تر ډېره پکې پنجابي‌ کاریګر هدف ګرځېدلي دي.‌

برید د دوکي‌ ښار د سویل شاخوا اته کیلومترۍ کې په پرتې خیرمحمد ناصر لیز سیمه کې شوی.‌

د دوکي‌ د پولیسو اېس‌اېچ‌او همایون خان ناصر وايي،‌ ګڼ شمېر “ناپېژانده وسله والو” برید کې برخه اخیستې.‌

afghan 2024 10 11t095044.149

د نوموړي‌ په وینا وسله والو د کاریګرو پر وژلو سربېره د سکرو بېلابېلو کانونو کې د کیندنې وسایل او ماشینونه هم سېځلي‌ دي.‌

هغه زیاته کړې چې د وژل شویو کاریګرو مړي عدلي طب او ټپيان درمنلې لپاره د ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.‌

د رسنیو د راپورونو پر اساس، په پاکستان کې ناامني اوج ته رسېدلي ده. دغه ناامني دومره پراخه شوې چې هره ورځ د پاکستان د پوځ او نورې امنیتي دستګاه په لسګونه کسان وژل کېږي او ټپیان کېږي.

داسې هم ویل کېږي چې د ناامنۍ له امله د پاکستان اکثره پانګوال له دغه هېواده خپله سرمایه باسي او نورو هېوادونو ته یې لېږدوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button