سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

بهرنیو چارو وزارت: ایران ته د سفر موخه سوداګرۍ او اقتصادي موضوعاتو باندې خبرې کول وو

دهېواد د بهرنیو چارو وزارت مسولین وايي چې ایران ته یې د بهرنیو چارو وزارت چارواکو دسفر مهمه برخه اقتصادي او سیاسي موضوعات باندې خبرې اترې کول وو،دغه وزارت وايي چې دويي غواړي چېایران سره اقتصادي او سیاسي اړیکې جوړې کړي،

دغه وزارت ویلي چې دا خبرې د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو معین میرویس ناب د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مرستیال استازو سره مجلس کې کړي دي.په دې ملاقات کې، ښاغلي ناب ایران ته د خپل سفر د نتيجې په اړه خبرې وکړې او د دې سفر د خبرو اړینه برخه یې سوداګریز او اقتصادي موضوعات وبلل چې د هغه هېواد له مقاماتو سره یې شریک او پرې خبرې کړې وې

د ملاقات په دوام، ښاغلي ناب، ایران ته د سفر په وخت کې د خبرو جزئیات د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې له استازو سره په تفصیلي توګه بحث وکړ.ایران د افغانستان یو ګاونډي هېواد دۍ باید چې دغه هېواد سره مو خه اقتصادي او سیاسي اړیکې چوړول وو.

بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې استازو د ټرانزیټ، د ویزې تر لاسه کولو، د پاسپورټ تمدیدولو په شمول د یو لړ موضوعاتو او ستونزو په اړه چې په داخل او بهر کې افغان سوداګر ور سره مخامخ دي، اشاره وکړه او د حل لپاره یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ویل شوي؛ ښاغلي ناب د یادو ستونزو د غوره حل په موخه، د درې کاري کمیسیونونو د جوړیدو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: “له پاکستان سره د ستونزو د حل کمیسیون، د ایران سره د ستونزو د حل کمیسیون، او د چین د خلکو جمهوریت او د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل کمیسیون جوړ سي، تر څو له دې لارې یادې ستونزې په بنسټیز او غوره ډول حل او مطلوبه پایلې تر لاسه شي.”

باید یاده شي چې په دې وروستیو کې افغان حکومت یو لوړپوړی پلاوی ایران ته لیږلی چې موخه یې هلته له میشت افغانانو سره د ایران د سلوک او وروستیو هغو بوږنونکو پيښو په اړه چې ایراني پولیسو له افغان کډوالو سره کړي دي.دويي د افغان عوامو پيغام دغه هېواد ته ورسوو په دې پيغام کې دويي د ایران نه غوښنته کړې وه چې باید افغان مهاجرینو سره دې سم چلند وشي،

اوس ووخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې باید افغانستان د سيمې هېوادونو سره سم تعلقات وساتي او اقتصادي او سیاسي اړیکې ورسره جوړې کړي ترڅو افغانستان په سیمه کې حپل ستراتيژیک پارټنران ولري ځکه د نړۍ هر یو هېواد غواړي چې خپل ګاونډي هېوادنو سره ښه اړیکې ولري،

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button