نړیوال خبرونه

بي بي سي: طالبانو د افغانستان ډېری ښارونه نیولي

بي بي سي : طالبانو د افغانستان ډېری ښارونه نیوليد بي بي سي انګلیش مشهوره خبریاله اغلې لیس دوسیټ په افغانستان کي د روان بحراني او جنګي حالاتو په اړه یو اوږد تحلیلي رپوټ لیکي دی. دلته هڅه کېږي چي د اغلي دوسیټ ددې جالب رپوټ غټ ټکي رامهې ته شي.

لیس دکرکړی پداسي حال کي چي امریکايي عسکر له افغانستانه وځي، جنرال میلر د( سي ای ې) د جاسوس (مایک سپېن) منار ته احترام کوي. مایک سپېن لومړی امریکايي وو چي په ۲۰۰۱ کي په مزار شریف کي مړ سو. جنرال میلر وايي موږ هڅه کوو چي بیا افغانستان د داخلي جنګ سره مواجه نسي، او یا تر نن ورځ زیات بې ثباته نسي. جنرال میلر وايي«تشدد باید راکم سي. پکار ده چي ګرده طرفونه تشدد راکم کړي.»  اغلې دوسیټ لیکي جمهورریس ټرمپ غواړي چي تر کریسمیس پوري زیات امریکايي عسکر راوباسي. جنرال میلر وايي دا مسایل په سیاسي مشرانو پوري اړه لري، او نظامیان فقط نظامي مشوره وړاندې کوي.

اړونده خبرونه: د افغان عسکرو او نظامي سکتور سره د امریکا ملاتړ دوام کوي

اغلي دوسیټ کاږي پداسي حال چي د کابل د حکومت مشران په ارګ کي د سیمټي او جګو سنګي دیوالونو شاته خپ ناست دي، طالبان ورو ورو د کابل په شمول نور ستر ښارونه محاصره کوي. لیس دوسیټ لیکي په فراه کي افغان عسکر یو امریکايي جنرال ته وايي«موږ تر محاصرې لاندي یو.» د فراه ولایت اکثره لاري بندي دي، او د افغان عسکرو اکمالات د شدیدو خطراتو سره مواجه دي.‌

نومخوړی همداراز لیکي د افغانستان د ملي امنیت مشاور حمدالله محب د «داخلي جنګ» امکانات ډېر جدي ګڼي. هغه وايي«د هلمند په جنګ کي د امریکا هوايي کومک حیاتي اهمیت لاره.» اغلې دوسیټ وايي د بګرام په هوايي اډه کي د امریکایانو د کوچېدو او تلو نښي نښانې هر ځای لېدل کېږي. امریکايي طیارې او هیلکوپټري شپه او ورځ نظامي سامان الات له افغانستانه بهر انتقالوي. د بګرام د نظامي اډې احاطه او ساحه ورځ په ورځ کوچینۍ کېږي. 

بي بي سي : طالبانو د افغانستان ډېری ښارونه نیولي
بي بي سي : طالبانو د افغانستان ډېری ښارونه نیولي

لیس دوسیټ یو وخت پدې اډې کي په زرهاوو افغانانو کار کاوه، خو اوس اکثره بېکاره دي. ۲۸ کلن ملک وايي اقتصادي حالت یې ډېر خراب دی. هغه وايي«ما د ډوډۍ د اخیستلو لپاره خپل د واده ګوتمۍ خرڅه کړه.» ښاغلی ملک، چي اضطراب يې په سترګو کي ښکاري، زیاتوي«سل په سلو کي طالبان دلته موجود دي. هغوی موږ په مینځ کي دي.»اغلې دوسیټ لیکي افغانان د خپل وطن د آینده په باب ژوري اندېښنې لري. هغوی د امریکا د انتخاباتو په اړه هم تشویش لري. خو که ټرمپ او یا جو بایډن راسي، د افغانستان د ماموریت ورځي په شمار دي. جنرال میلر وايي«زما تر ټولو ستره اندېښنه دا ده چي افغانان د سولي دا فرصت خراب نه کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button