نړیوال خبرونه

تاجکستان ټول افغانستان تیاره تیاره کړ

تاجکستان افغانستان لپاره د برېښنا واردول کموي د هېواد د برېښنا شرکت ویلي پرون سهار ٧:٣٠ بجې هېواد ته له ګاونډي مملکت تاجکستان نه وارداتي برېښنا له ٣ سوه ٥٠ مېګاواټو نه ٤٠ مېګاواټو ته راکمه شوه.او د همدې له امله په بازې منتقو کې برق هم کم شوۍ ،

د هېواد د برېښنا شرکت یې لامل په تاجکستان کې د اوبو کمښت بولي.دغه اداره / شرکت وایي، کوشش کوي د برېښنا انرژۍ د کمښت ستونزه د ازبکستان نه د برېښنا پر پېرلو حل کړي او پلازمېنې کابل او ولایتونو ته د اړتیا وړ برېښنا چمتو کړي، دغه شرکت د یوې اعلامیې پر خپرولو له خلکو غوښتنه کوي چې د برېښنا سپما ته ځانګړې توجه وکړي او د ستونزې تر حل پورې به له کورنیو سرچینو په نوبتي ډول ګټه اخیستل کیږي.

دهېواد د برېښنا شرکت همدا رنګه د تاجکستان نه قرض هم کړۍ او ویل کېدل که برېښنا شرکت د تاجکستان پیسې اداء نه کړي تاجکستان به خپله وارداتي برېښنا پر افغانستان قطع کړي د تاجکستان برېښنا چې د افغانستان په یو شمېر نا امنو ولایتونو هم را تېره شوې، وخت نا وخت دبازې ډلو له خوا یې پایې ویشتل کیږي او بریدون پرې کيږي او لاینونه یې هم پرې کیږي.

رمونږ هېواد چې خپله پرېمانه اوبه لري او کولی شي چې له اوبو برېښنا تولید کړي خو دولت لا هم کوشش ندۍ کړۍ چې داسې اقدامات وکړي چې خپله زیات برق تولید کړي،.د افغانستان په سلو کې ٧٥ سلنه اوبه ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته روانې دي او د افغانستان اوبه په هېواد دننه پرته له ګټې اخیستنې ګاونډیو هېوادونو ته روانې دي.

هېواد وال په حکومت نیوکه کوي، چې له خپلو اوبو ولې ګټه نه اخلي او نه پرې د برېښنا ډیمونه جوړوي، برېښنا له نورو هېوادونو پلوري او د هېواد په اوبه دښمن هېوادونو پاکستان او ایران مزې وکړې.چې کوم زمونږ د هېواد لپاره د شرم خبره هم ده باید اوس په نورو هېوادونو باندې باور کم کړو او خپله خپل هېواد برېښنا تولید کړو تر څو افغانستان یو پرمختللي هېواد اووسې ځکه دا ډېر د شرم ځاۍ دۍ چې مونږ بیخي خپل تولید نه لرو او اکثر مو په نورو هې،ادونو تمرکز دۍ،

تاجکستان افغانستان لپاره د برېښنا واردول کموي
تاجکستان افغانستان لپاره د برېښنا واردول کموي

زمونږ هې،اد کې چې ایران او پاکستان ته د روانو اوبو د بندولو پر سر خبرې را پورته شي،دواړه هېوادونه سیاسي اړیکې خرابوي، افغان کډوال ځوروي او په افغانستان دننه د جګړې لپاره پر ترهګروملاتړ کوي باید د دې هم مخه ونیسو او داسې یو نظام په هېواد کې ولرو چې ټول افغانان پکې د یو ازاد هېوادوال په څېر ژوند وکړي او داسې ژوند نه وي چې هېوادوال مو پکې غلام په څېر وي او تل د بل لاس ته ناست وي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button