سفر خبرونه

تازه؛ له ایران او پاکستان شاوخوا ۲۰۰۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوې

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وايي چې له ایران او پاکستان ۲۰۰۰ افغان کډوال دغه هېواد ته ستانه شوي دي

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان او ایرانه نږدې دوه زره افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي.

ويل کیږي، په دغو کډوالو کې ۱۶۶۶ تنه له ایرانه او ۲۴۳ تنه کډوال له پاکستانه راستانه کړل شوي دي.

دغه کډوال له کومو راغلو افغانستان ته ستانه شوي؟

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د چهار شنبې ورځ د (کب دویمه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۴۱ کورنۍ چې د غړو شمېر ۲۴۳ تنه کیږي د کندهار سپین بولدک او ننګرهار تورخم له لارو هېواد ته راستنې کړل شوي.

دغه وزارت د کندهار د سپین بولدک د سرحدي امريت له قوله لیکلي چې له دغې لارې ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۴ تنه کیږي په جبري ډول له پاکستانه راستنې شوي.

refugees1
له پاکستان راستندونکي کډوال

همدارنګه د ننګرهار د تورخم له لارې ۲۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۹ تنه کیږي له پاکستانه په زور را ایستل شوې دي.

نور ولولئ:  هېواد ته د ۳۲۷زره افغان کډوالو ستنېدل

نور ولولئ: افغانستان ته شاوخوا ۲۰۰۰ کډوال راستانه شوي

نور ولولئ: پر ګاونډیو هېوادونو د طالبانو غږ؛ افغان کډوال جبري مه راشړئ

یاد وزارت ویلي له پاکستانه راستانه شوي ټول کډوال په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي.

کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.

په راغلو کډوالو کې بې سرپرسته ماشومان

بلخوا د طالبانو کډوالو وزارت ويلي له ګاونډي هیواد ايران څخه هم یو زر او ۶۶۶ تنه افغان کډوال چې په دوی کې کورنۍ او مجرد کسان شامل و د هرات ولایت اسلام کلا له پولې څخه په خپله خوښه او زور را اړول شوي دي.

دغه وزارت وايي، په دغو راستنو شويو افغان کډوالو کې ۲۰ تنه بې سرپرسته ماشومان هم دي چې په هرات کې د وارچایلډ موسسې ته د دوی د کورنیو تر موندولو پورې ورسپارل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي و چې له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده، او په دې وروستیو کې تر دې مهاله له پنځو لکو ډیر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

بلخوا په کندهار، ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې مېشته کډوال وايي چې تر اوسه یې طالبانو ستونزو ته رسیدګي نه ده کړي او دوی د ژوند لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button