سیمه

تازه؛ نن د قرغزستان په بیشکک کې د افغانستان سیاسي او بشري وضعیت بحث کېږي

ټاکل شوې ده چې نن په قرغزستان کې د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت خبرې وشي

د پلازمېنې بیشکک په ننۍ غونډه کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازی توماس نیکلاسن، د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره د دې ټولنې ځانګړې استازې تیري هاکلا او د افغانستان لپاره د منځنۍ اسیا د هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي.

د ملګرو ملتو یو شمېر استازې هم دې غونډې ته وربلل شوي دي.

د ازادي راډیو د قرغزي څانګې مشر کباد کاسیم بیکوف وایي، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي او د افغانستان لپاره د منځنۍ اسیا د هېوادونو ځانګړیو استازیو تر دې مخکې څلور ځله سره لیدلې دي، خو په بیشکک کې ننۍ غونډه ځانګړی اهمیت لري.

د نننۍ غونډې د اهمیت په اړه

بیکوف زیاتوي:

” دا لومړی ځل دی چې قرغزستان د داسې غونډې کوربه دی. د منځنۍ اسیا لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړې استازې تیري هاکلا او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن لا دمخه، د سې شنبې په ورځ بشکیک ته رسېدلي دي. د دې غونډې هدف د منځنۍ اسیا د دولتونو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ترمنځ د تعامل او تماس زیاتوالی دی. په وروستیو کې داسې راپور خپور شو چې په ازبکستان کې د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته وسپارل شو. په ډسمبر کې قزاقستان پرېکړه وکړه چې طالبان د ترهګرو ډلو له لېسته وباسي، نو اوس دا سوال پیدا کیږي چې منځنۍ اسیا او اروپایي تولنه به له طالبانو سره د تعامل په برخه کې په یوه مسیر روان شي؟ ”

نور ولولئ: د سي ۵+۱ هېوادونو مشرانو تر منځ غونډه وشوه

نور ولولئ: د اشرف غني اقتصادي طرحې؛ د منځنۍ اسیا هېوادونه اوس دلته اقتصادي ګټې لټوي

د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې د بیشکک په غونډه کې به د افغانستان پر اجتماعي-اقتصادي وضعیت، له افغانستان سره د مرستو په اړه، همدا راز په افغانستان کې د مخدرو موادو د قاچاق او د تروریستي فعالیتونو پر ضد د دولتونو پرهڅو خبرې وشي.

ggps7yjxaaee9bm

یوناما او نور هم برخه اخلي

ټاکل شوې ده چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) او د ملګرو ملتونو د مخدرو موادو او جرمونو پرضد د مبارزې د ادارې استازي هم برخه واخلي.

د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا او اروپایي ټولنې تېره غونډې پروسږ کال د مې په میاشت کې، د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې وشوه.

نژدې پنځه میاشتې مخکې تر دې ورته غونډه په بروکسل کې شوې وه. وړم کال تاشکند د داسې یوې غونډې کوربه و او تر هغه مخکې لومړۍ غونډه د قزاقستان په الماتې کې جوړه شوې وه.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button