سیمه ییز خبرونه

تحریک طالبان پاکستان: موږ له اسلام اباد سره په مذاکراتو باور نه لرو

ټي ټي پي وايي چې موږ له پاکستان سره پر مذاکراتو، د ملا هیبت الله او فضل الرحمان په چلونو نه غولېږو

ټي تي پي له ملا هیبت الله اخوندزاده سره د ملا فضل الرحمان له ملاقات وروسته دا اعلامیه خپره کړې ده.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وایي، چې د مذاکراتو په نوم له هرې چل بازۍ خبر دي او د هېڅکله به د کوم شیخ او مولانا په خبرو نه غولېږي.

ټي ټي پي په یوې اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ یې خپره کړې که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یې مخاطب کړی دی؛ خو د وینا پاڼې په یوه برخه کې يې خبرداری ورکړی، چې د مذاکراتو په نوم به هېڅ چل ته غاړه کېنږدي او نه د کوم شېخ او مولانا خبرو ته ارزښت ورکوي.

ttp2
انځور؛ د پاکستان پر پوځ د ټي ټي پي د برید صحنه.

په یاده اعلامیه کې د ټي ټي پي موخه

ظاهراً له مولانا څخه د ټي ټي پي موخه مولانا فضل الرحمان دی. ‏اعلامیه کې ویل شوي: « مونږ د مذاکراتو په نوم د حکومت له لوبې او چل بازۍ خبر یوو. د دې کار لپاره د کوم سیاستوال، صوفي، شېخ او مولانا په خبرو نه غولېږو او نه هم د چا د رایې لپاره خپل ماموریت پرېږدو.»

نور ولولئ: اسلام اباد: په ډیره اسماعیل خان کې وروستی ځانمرګی بریدګر افغان و

نور ولولئ: د دیره اسماعیل خان بریدګر صفت الله مخکې له برید افغانستان ته سفر کړی و

نور ولولئ: پاکستان کې د ناامنۍ اوج؛ باجوړ کې بمي چاودنې ۲۶ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولي

نور ولولئ: پاکستان کې اوسنی وضعیت؛ د وسله‌والو بریدونه او د بلوچو احتجاج

‏دا په داسې حال کې ده، چې پاکستانۍ اکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړ، چې مولانا فضل الرحمن او د طالبانو ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده په دې خبرې کړي، چې څنګه کېدای شي د پاکستان را روانې ټاکنې په سوله ییز ډول ترسره، د پاکستان دولت او ټي ټي پي تر منځ نږدې راتلونکي کې اعلان شوي یا نا اعلان شوي اوربند ته زمینه مساعده شي.

ttp۳
انځور؛ د پاکستان پولیس چې له برید وروسته یې کمین نیولی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم د سولې مذاکرات رد کړي

‏په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې نن پنجشنبه یوي خبرې غونډې ته په وینا کې افغان طالبان یو ځل بیا تورن کړل، چې ټي ټي پي ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی او له هغه ځایه پر پاکستاني ځواکونو بریدونه کوي.

‏خو تحریک طالبان پاکستاني په خپلې تازه خپرې کړې اعلامیه کې دغه تور رد او ویلي یې دي، « مونږ مخکې هم وضاحت ورکړی او یو ځل بیا ټینګار کوو، چې خپله مبارزه مو له خپلې خاورې جاري ساتلې ده. تېر کال کې پر پاکستانیو ځواکونو ۹۰۰ بریدونه ددې خبرې ثبوت دی او دا ښکاره کوي، چې پاکستاني عوام زمونږ ملاتړي دي.»

‏د یادونې وړ ده چې اسلام اباد د تحریک طالبان پاکستان بریدونو وارخطا کړی او هره ورځ پر پاکستان پوځیانو او امنیتي دستګاه حملې کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button