اقتصاد او سوداګري

ترکمنستان: موږ به د «لاجورد لار» د پراختیا په موخه ګډه ناسته راوغواړو

طالبانو ویلي چې په عشق اباد کې د لاجورد لارې د پراختیا په موخه به طالبان او ترکمنستان ګډه غونډه راوبولي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په عشق اباد کې د «لاجورد لارې» د پراختیا په موخه د یوې ناستې د جوړېدو په اړه د ترکمنستان سره هوګړې ته رسېدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ دغه هوکړه د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر راشد مرادوف ترمنځ په لیدنه کې شوې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د کپ په ۷ مه په خپله خبرپاڼه کې د «لاجورد لارې» د پلان په تړاو د پنځو هېوادونو له استازو سره د طالبانو د راتلونکې ناستې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د لاجورد لارې د جوړېدو تړون

په ۲۰۱۸ کال کې د پنځو هېوادونو ترمنځ د «لاجورد لار» تړون لاسلیک شو. دغه لار افغانستان د ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان له لارې له ترکیې سره نښلوي.

lajuard
د ټاپي او لاجورد لارې په اړه طالب او ترکمنستاني چارواکو ته معلومات وړاندې کېږي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې امیر خان متقي له رشید مرادوف سره د طالبانو او ترکمنستان د دوه اړخیزو اړیکو، په عشق اباد کې د طالبانو د ډېپلوماتیکو اړیکو د ښه والي او د ټاپي پروژې د عملي کار د پیل په اړه خبرې کړې دي.

نور ولولئ: اسلام اباد ټاپي پروژه مهمه بللې، او پر ژر پیل یې ټینګار کړی

نور ولولئ: د ټاپي پروژې لپاره برابره زمینه

نور ولولئ: د ټاپي پروژې چارې ولې ځنډېدلي دي؟

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له ترکمنستان څخه وغوښتل، چې د وارداتو د زیاتوالي، هرات ته د برېښنا د برابرولو، د سړکونو د بیارغونې، د اورګاډي پټلۍ د جوړولو، سوداګرو ته د وېزو د ورکړې او د افغان محصلینو لپاره د تحصیلي بورسونو د زیاتولو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د ټاپي پروژې پیل ته د طالبانو چمتوالی

خبرپاڼه زیاتوي، چې امیرخان متقي په دې کتنه کې ویلي، چې طالبان د ټاپي پروژې د عملي کار پیل ته بشپړ چمتووالی لري.

د جمهور اژانس د خبر له مخې؛ د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د غوښتنو منلو ته چمتووالی ښودلی دی.

lajuard2
د ټاپي او لاجورد لارې په اړه طالب او ترکمنستاني چارواکو ته معلومات وړاندې کېږي

د دې خبرپاڼې له مخې؛ راشد مرادوف ویلي، چې ترکمنستان هڅه کوي په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي کار پیل کړي.

خبرپاڼه همدا راز؛ د دغه ترکمن چارواکي له قوله وايي، چې د تور غونډۍ د پټلۍ د ظرفیت د لوړولو پلان نهايي شوی او ډېر ژر به پرانېستل شي.

په دې وروستیو کې طالب رژیم هڅه کوي چې ځینې لویې پروژې پیل کړي او ددوی په دوره کې سرته ورسېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button