ترکیه به نور عسکر هم افغانستان ته واستوي

ترکیه به نور عسکر هم افغانستان ته واستوي بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو ترمنځ غونډه ترسره شوې چې پکښي د افغانستان په هکله هم بحث شوی او ویل شوي چې د کابل هوايي میدان د تجهیز لپاره به مالي مصرف هم پوره کوي.
ترکیه چې د دې نه مښکې يې هم ویلي وو، په افغانستان کې مسؤلیت منلو ته چمتو یو ځل يې بیا د ناټو غړو هېوادونو په غونډه دې مسؤلیت چې د کابل هوايي ډګر امینتي چارې او نوري دي زړه ښه کړی.ترکیه په افغانستان کې اوس وخت ۵۰۰ عسکر لري خو که چیري دوی د کابل هوايي ډګر مسؤلیت پر غاړه واخلي ښايي چې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمېر هم زیات کړي.

ځکه چې د امنیت او هوايي میدان ساتلو په برخه کې بشري او پوځي قوت ته اړتیا لیدل کیږي ترکيې په دې شرط چې باید لوژستیکي او مصارفي لګښت ورته برابر شي نو دوی چمتو دي د کابل هوايي میدان مسؤلیت واخلي.ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ژمنه کړې چې افغانستان کې مسؤلیت اخیستلو ته اماده دی.
طیب ادردوغان وړاندې له دې چې بروکسل ته ولاړ شي په انقره کې خبریالانو ته وویل چې د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو سره یوازنی باوري هېواد ترکیه ده چې باید د کابل هوايي ډګر ورته وسپارل شي او هغوی به دا مسؤلیت په ښه توګه سره ادا کړي، د هغه په وینا چې د کابل هوايي ډګر د مسؤلیت اخیستلو په اړه له ده سره امریکايي چارواکو هم خبرې کړې.
او ترکیه تیاره ده چې دغه مسؤلیت په ښه توګه سره ترسره کړي او ویې مني، دی به په بروکسل کې له بایډن سره هم پر دې مسله باندې خبرې وکړي.افغان حکومت بیا ویلي دوی خپله کولای شي هرڅه تنظیم کړي ځکه دوی اوس هغې مقطع ته رسیدلي چې د هېواد د ټولو امورو مسؤلیت په ښه توګه واخلي.