نړیوال خبرونه

ترکیې افغانستان ته ټول فلایټونه بند کړل

ترکیې افغانستان ته ټول فلایټونه بند کړل د ترکیې ملکي‌ هوايي چلنند شرکت ترکش ایرلاینز افغانستان ته خپلې ټولې الوتنې لغوه کړې.

ترکش ایرلاینز شرکت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې په افغانستان کې د رامنځته شوو وروستیو پرمختګونو له امله دې هیواد ته پلان کړې خپل ټول سفرونه لغوه کړي‌ دي.او همداراز نور ډېر هېوادونودهم خپل فلایټونه کېنسل کړی دي.

د بله پلوه د ترکیې حکومت د افغانستان نه د خپلو وګړو د راویستو په چوکاټ کې  د ترکش ایرلاینز شرکت اړوند یوه الوتکه کابل ته استولې ده . تمه کیږي‌ چې دا الوتکه د ۳۲۴ تنو مساپرو سره نن د ماسپخین په ۲ بجو او ۲۰ دقیقو استانبول ته راورسیږي.

د بله پلوه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې د افغانستان نه به د خپلو وګړو د تخلیې چارو ته دوام ورکړو. تر اوسه پورې ۱۵۰۰ تنو د افغانستان نه د وتو په خاطر مراجعه کړې ده چې تر څیړولو لاندې ده.هغه ویلي دي‌ چې  ددې کسانو تخلیې ته به دوام ورکړو.

20210820 101919

د یادولو وړ ده چې د کابل ایرپورټ په خوا اوشا کې سلګونه کسان جمع شوي دي او غواړي چې د روان وضعیت دویرې له امله د مک نه بهر اووځي. او زان محفوظ کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button