ترکیې مخابراتي سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

ځړول شوی:دسمبر 23, 2021 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

امریکايي سپېس ایکس شرکت د ترکیې مخابراتي سپوږمکۍ ترکست ۵ – بي فضا ته وتوغوله، چې په فضايي پروګرامونو کې د ترکیې لا فعاله ونډې اخیستو یوه هڅه بلل کېږي د اناتولیه خبري شبکې په رپوټ کې ویل شوي، ترکست ۵ – بي د دسمبر پر ۱۹ د امریکا فلوریډا ایالت کې د هوايي ځواکونو له یوې اډې توغول شوې ده

په رپوټ کې ویل شوي، دا سپوږمکۍ به ۱۶۴ ورځو کې ۴۲ درجې ختیځ مدار ته ورسېږي او له هغه وروسته به یوه ۴۵ ورځنۍ ازمایښتي دوره بشپړه کړي

په دې رپوټ کې زیاته شوې، ترکست ۵ – بي د ترکیې پینځمه فعاله سپوږمکۍ ده

نور یی ولوله | د افغانستان لپاره د امریکا کمک رسولو په موخه د اسانتياوو برابرولو په موخه غور کیږي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، ترکست ۵ – بي به د هېواد په ‘پیاوړې ‘ مخابراتي سپوږمکۍ بدله شي او ‘تر ټولو زیاته ‘ وړتیا به ولري

نوموړی زیاته کړه، د دې سپوږمکۍ وړتیا به ۱۵ برابره شي او د فعالیت موده به یې ۳۵ کاله وي ښاغلي اردوغان دغه راز د سپېس ایکس پروګرام موسس ایلن موسک مننه وکړه، چې د ده په وینا ”د ترکیې ضد عناصرو تر فشار لاندې رانغی، ” خو نوموړي په دې هکله ډېر جزیات نه دي ورکړي

ترکیه په تکرار سره ځینې لویدیځوال قدرتونه تورنوي، چې د دغه هېواد د پرمختګ پر وړاندې ”خنډونه ” رامنځته کوي له دې مخکې د پروسږ کال جنورۍ کې ترکیې د همدې سپېس ایکس پروګرام له لارې د ترکست ۵ – اې په نامه یوه بله مخابراتي سپوږمکۍ هم فضا ته توغولې وه

ښاغلي موسک د پروسږ کال دسمبر پر ۱۶ مه له ولسمشر اردوغان سره د هغې پروژې په هکله ویډیويي غونډه کې خبرې کړې وې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.