ترکیې په ناټو سازمان کې د فنلډ غړیتوب تائید کړ

ځړول شوی:مارچ 31, 2023 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

فنلډ له هغه وروسته د ناټو دفاعي سازمان ۳۱م غړی هېواد شو چې د ترکیې پارلمان یې د تائید لپاره رایه ورکړه

ترکیې تر څو میاشتو پورې د لوېدیځو هېوادونو په دفاعي سازمان کې د فنلنډ ګډون لپاره خپله رایه ځنډولې وه، چې په وینا یې دا هېواد د ترهګرو ملاتړ کوي. له ورته شکایتونو سره ترکیې تر اوسه په ناټو سازمان کې د سویډن د ګډون مخه نیولې چې تېر کال یې په ورته وخت د ګډون لپاره غوښتنلیک وړاندې کړی.

د یادونې ده چې په ناټو سازمان کې د هر نوي هېواد ګډون د ټولو غړو هېوادونو له تائید وروسته شونې کېږي.

فنلنډ به اوس د ناټو غړو هېوادونو په هغه غونډه کې رسما د دې سازمان غړی هېواد اعلان شي چې راتلونکې جولای میاشت کې په لیتوانیا کې رابلل شوې ده.

له دې مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مارچ میاشتې په لومړیو کې له ناټو سره د فلنډ ګډون د ترکیې امنیت برخه کې له سمو او کلکو اقداماتو وروسته تائید کړ.

خو د سویډن په برخه کې د نوموړي ناراضیتي برالا وه چې د سویډن په لارو، کوڅو کې یې د کردي ملېشو د مظاهرو او مخالفو کردانو ته د پناه ورکولو تور یې پرې پورې کړ.

پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته فنلډ او سویډن پوځي بې پرېتوب پرېښی

پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته په فلنډ کې له ناټو سره د یو ځای کېدو لپاره د ولسي ملاتړ کچه سملاسي له صفره اتیا سلنې ته ختلې

پر اوکراين وروسته له هغې روسي ځواکونو بريد وکړ چې غوښتل یې د ناټو سازمان غړی هېواد شي.

اوس هم داسې انګيرل کيږي چې له اوکراين وروسته د فنلنډ او سويډن وار دی چې د روسي ځواکونو له لوري به بريد پرې وشي.

وار له مخه دوی له امريکا ځينې وسلې هم پيرلې دي او المان هېواد دوی ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

له اوکراين وروسته فنلنډ د اروپا دروازه بلل کيږي چې پر دوی بريد به پر ټوله اروپا د بريد په مانا وي.

نور ولولئ: په ناټو کې د فنلنډ غړيتوب لپاره د هنګري پارلمان کې رايه اخيستنه ځنډول شوې

دا مهال په فنلنډ کې له اوکراين نه ورغلي ډېر شمېر مهاجرين دېره دي او لا هم دغه سيل ورروان دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *