نړیوال خبرونه

ترکی هېواد پلازمېنې کابل ته الوتنې وځنډولې

 ترکی پلازمېنې کابل ته الوتنې وځنډولې د ترکي دولتي ایرلاین ادارې هغه وخت کابل ته خپل پروازونه وځنډول چې د کرونا ویروس په تړاو دافغانستان د د صحت وزارت دروغ ورته ورمعلوم شول،ویل کيږي دويي ویلي چې افغانستان کې لا هم کرونا ویروس په سرغت سره خپريږي،او دويي نه غواړي چې چې کرونا له امله هم دغه هېواد ته پروازونه وکړي

دهېوادد ملکي‌ هوايي چلندریس قاسم وفايي زاده ویلي چې د ترکیې هوايي‌چلند ادارې مونږ ته ویلي چې مونږ نور کابل ته الوتکې نهاوستوو، دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړرتبه ماموررسنیو ته وویل چې ترکیه په دې باور ده چې دافغانستان دوولت د کرونا ناروغۍ په تړاو په خپل هیواد کې د پام وړ اقدامات ندي شوي ‌او په افغانستان کې کرونا ناروغي لا اوس هم پهتېرۍ کې روانه ده ؛ ځکه دوی نه غواړي ‌چې افغانستان ته په اوسنیو شرایطو کې نوري فلایټونه جاري وساتي،

درې هفتې مخکې د جون میاشتې پر ۲۴ تاریخ له درې میاشتني ځنډ وروسته د ترکیې هیواد اولني الوتکه د کابل پر هوايي ډګر را کوزه شوه ؛ هغه مهال افغان حکومت دا خپل بری باله چې ترکیش ایرلاینز بیا افغانستان ته خپل پروازونه پیل کړل ؛ خو د ترکیې هیواد افغانستان د کرونا وایرس بهیر څاره او د دریو اونیو په تېرېدو سره یې یوځل بیا په خپلو پروازونو بندیز ولګاوه .د افغانستان حکومت چې د نړۍ د بل هر هیواد بر خلاف د خپلو کرونا ککړو کسانو دقیق شمیر نه لري؛ لا له وړاندي په کور دننه له سختو نیوکو سره مخامخ وو. خلکو پر حکومت تور پوري‌کاوه چې د کرونا وبا په تړاو سم معلومات نه ورکوي،

افغانان د افغانستان د روغتیا وزارت د کرونا پالیسي په وړاندي مجبور ګڼل کېده او په لویه کې د د یوه کندهاري‌ حاکیم (حاکیم الکوزي) درملو ته پناه یوړه ؛ خو په خواله رسنیو کې دافغان حکومت خلاف خپل کمپاین ته دوام ورکړ .د کرونا وبا په وړاندي دافغان حکومت ناسمي پالیسي او دقیق معلومات نه خپرولو ترکیه مجبوره کړه چې بیرته خپل پروازونه وځنډوي .

بازې متخصیصین په دې باور دي چې که چېرته افغان دولت د کرونا وبا په تړاو افغان ولس او نړۍ والي‌ټولنې ته دقیق معلومات ور نه کړي‌او په خپله پالیسي کې بدلون رانه ولي‌،‌ښايي د ژمنه شویو مرستو نه هم لاس په سر شي‌.‌

بلخوا یوې ټولنې د سروې له مخي ‌په افغانستان کې یو پر دریمه برخه یعني‌تر (۱۰) میلیونه زیات نفر په کرونا ویروس اخته شوي‌ دي‌، خو افغان حکومت دا شمیرې ردوي ‌او وايي ‌چې په ټول افغانستان کې د کرونا وایرس (۳۵۴۷۵)  کسان نیولي‌چې دا په کور دننه افغانانو او بهر کې نړۍ والې ټولنې ته سم خبر نه ښکاري،

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې دولت باید ټولې ادازو ته دا هدایت وکړي چې همغږۍ سره دې کار مخې ته بوزي ځکه دويي که داسې ونکړي نو نړیوالې ټولنې به نور هم په افغانستان باندې باور ختم شي او دې سره ښايي نړیواله ټولنه افغانستان باندې خپلې مرستې بندې کړي ځکه باور یو داسې سرمایه ده چې ډېرغټ غټ کارونه او فرصتونه له منځه وړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button