اقتصاد او سوداګري

تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې «۸۵۶۶۹» مټریک ټُنه انتقالات شوي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي چې تېره اوونۍ د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې «۸۵۶۶۹» مټریک ټُنه انتقالات شوې

دغه توکي د روانې لیندۍ میاشتې له ۱۷مې تر ۲۳مې نورو هېوادونو او له هغه ځایه افغانستان ته رالېږدول شوې دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې «دوشنبه، لیندۍ ۲۸مه» پر اېکس لیکلي چې ډېری دغه توکي د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې لېږد او رالېږدول شوې دي.

دې ادارې لیکلي چې په دې موده کې د حیرتان بندر له لارې د ۵۶۹۰۹ ټُنه سوداګریزو توکو انتقالات شوې دي.

په دې لېږد کې صادرات او واردات دواړه شامل دي

د هرات د تورغونډۍ بندر د اوسپنې پټلۍ پرمټ بیا تېره اوونۍ شاوخوا ۱۹۷۰۳ ټُنه توکي له بهر لېږدول شوي او یا هم له نورو هېوادونو افغانستان ته توکي رالېږدول شوې دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په وینا، د اقینې بندر له لارې بیا د تېرې اوونۍ پر مهال ۹۰۵۷ تُنه توکي صادر او یا هم هېواد ته راوارد شوې دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې تېره اوونۍ د انتقال شویو توکو له ډلې یې ۲۲۰۵ تُنه توکي صادرات او ټرانزیټ اړوند دي.

نور ولولئ: مسکو د افغانستان اوسپنې پټلۍ کې پانګونې ته لېواله دی

نور ولولئ: هرات د اوسپنې پټلۍ کار به تر دوو اوونیو پای ته ورسېږي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې همداراز ټينګار کړی چې د توکو لېږد او رالېږد لپاره به مناسب شرایط او سوداګرو ته به غوره اسانتیاوې رامنځته کړي.

له دې وړاندې هم د افغانستان ګاونډیو هېوادونو له دې هېوادونو افغانستان ته د اوسپنې پټلۍ له لارې بېلابېل سوداګریز توکي لېږد او یا هم رالېږدول شوې دي.

په افغانستان کې د اوسپنې پټلې د طرحې مخینه

په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ طرحه که یوه پېړۍ وړاندې جوړه شوې وه، خو ایله د افغانستان د جمهوري دولت په وروستۍ یوه لسیزه کې د شاوخوا دوه سوه کیلومتره رېل‌لارې څښتن شوی و چې اوس کارېږي او هر کال يې د عوایدو کچه هم لوړېږي.

ددغې ادارې مشر ویلي وو، ‌چې تېر کال یې د شاوخوا څلور نیم میلیونه ټنه انتقالاتو شاوخوا درې میلیارده افغانۍ عاید راټول کړی، چې وړم کال دغه عاید څه باندې دوه نیم میلیارده افغانۍ و چې ۲۲ سلنه ډېروالی پکې راغلی.

ددغو انتقالاتو ډېره برخه له منځنۍ اسیا، اروپا، روسیې او نورو هېوادونو افغانستان ته شوي واردات او له افغانستانه دغو هېوادونو ته صادرات جوړوي.

د یادونې وړ ده چې لا هم طالبان هڅه کوي چې منځنۍ اسیا هېوادونو ته د صادراتو هغه طرحه تطبیق کړي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جوړه کړي وه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button