نړیوال خبرونه

ثبات او همپالنې ډله:جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې د احمد ايشچي مخالفت د دوی خپل منځي شخړه ده

د ثبات او همپالنې ډله وايي چې د وستم ته د مارشالۍ درتبې د ورکړې سره ایشچي مخالفت ددوي خپل منځي شخړه د دې وړاندې دولسمشريزوانتخاباتو پر سر د راپورته شوي سياسي شخړه په اړه ويل کيږي چې پای ته نېږدې شوی او ولسمشر غني عبدالله عبدالله به په نېږدې ورځو کې سياسي هوکړه یوبل سره امضاء کړي.او ښايي چې دولت کې وزته ۵۰ ٪ ځاي ورکړي.

د ثبات او همپالنې ډلې ملاتړي جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکړه هم د دغه سياسي توافق يوه برخه ده چې ثبات او همپالنې ټيم ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړی دی.د احمد ايشچي زوی د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په پتو پرانېستی ليک ليکلی او دوستم د مارشالۍ رتبې سره يې په مې مخالفت ښوودلی وو.

د احمد ايشچي زوی بکتاش ايشچي له ولسمشر غني غوښتي چې دوستم ته د مارشالۍ رتبې د ورکړې پر ځای، هغه محکمې ته د تګ وړ دی او بايد د بشري سرغړونو په اړه ترې پوښتنې وشي. نوموړی پرعبدالله عبدالله هم غږ کړی چې د يو جنايتکار له ملاتړ او امتياز ورکړې دي لاس په سر شي.

د بکتاش ايشچي د دغه غوښتنې او نيوکو په ځواب کې د ثبات او همپالنې ټيم يو شمېر غړو رسنيو ته ويلي دي چې جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکړه نهايي شوې ده او دا چې احمد ايشچي او يا نور مخالفت ښيي نو د دوی شخصي مشکل دی.

ایشچي د جوزجان ولایت والي او په ولسي جرګه کې د خلکو استازۍ وو نوموړۍ د دوستم مخالف وو او په یو مساله کې سره وران شوي هم وو څه وخت وړاندې د ایشجي کور دولت لخوا محاسره شوۍ هم وو ویل کيږي نوموړۍ د دوستم اوسمهال سخت مخالف دۍ

د یادونې وړ ده چې و لسمشر غني او عبدالله عبدالله په یو سیاسي طرحې باندې کار روان دۍ. او ښاي دغه طرحه او مزاکرات ډېر ژر یو نتيجې ته ورسيږي د دغې طرحې له مخې به دواړه لورو ته په دولت کې ۵۰ ۵۰ ٪ واک ورسيږي او نیم وزارتونه . مستقلې ادارې. ولایتونه. او داسې نور په ۵۰ ٪ وویشل شي.

د دې ترڅنګ به دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکول کيږي.بلخوا دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکولو سره سیاسي او غیر سیاسي مخالفتونه رامنڅته شوي دي او بازې خلک وايي چې د مارشالۍ رتبه دي وړ کس ته ورکړۍ شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button