نړیوال خبرونه

جان بولټن: امریکا باید د طالبانو مخالفو ډلو سره پوځي مرستې وکړي

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن ویلي چې امریکا دې د طالبانو ضد ډلو سره پوځي مرستې وکړي

بولټن وايي، د امریکا سي ای اې طالبانو ته د استخباراتي معلوماتو د شریکولو په بدل کې میلیونونه ډالر ورکوي چې دا کار د امریکا لپاره مناسب نه دی.

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن د افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، د افغانستان د کشالې د هواري لپاره دې باید طالبان له واکه لرې کړای شي.

هغه د طالب ضد ځواکونو سره د مرستو غوښتنه وکړه او له امریکا څخه یې وغوښتل له هغو ډلو سره دې مرسته وکړي، چې په افغانستان کې د طالبانو سره په مخالفه جبهه کې ولاړ دي.

له طالبانو سره د امریکا اړیکې د طالبانو په ګټه دي

جان بولټن د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۸مه) وویل، چې له طالبانو سره د امریکايي چارواکو لېدنه کتنه په تېره بیا د دغې ډلې له اسخباراتي چارواکو سره ناسته پاسته د امریکا په ګټه نه؛ بلکې تر ډېره د طالبانو په ګټه ده، ځکه دغې ډلې ته مشروعیت وربخښي.

د بولټن اشاره د سي ای اې د مرستیال ډیوید کوهن او د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق لېدنې ته وه، چې د ۱۴۰۱ کال د تلې په ۱۷مه یې په قطر کې سره لیدلي وو.

نور ولولئ: د سي اېن اېن نوي موندنې؛ امریکایانو کابل هوايي ډګر کې له ځانمرګي وروسته ځینې کسان په ډزو ووژل

نور ولولئ: سي ای اې وايي، روسیه د ایران په همکارۍ د ډرون الوتکو کارخانه جوړوي‌

نور ولولئ: د امرالله صالح تازه مرکه: د جمهوري نظام پرځېدل د امریکا د «سي ای اې» کار و

بولټن په ټینګار سره ویلي، چې امریکا ته نه ښايي د استخباراتي مالوماتو د تر سره کولو لپاره طالبانو ته پیسې ورکړي.

تر دې وړاندې د ان بي اېس شبکې د باخبره سرچېنو له قوله ویلي و، چې امریکا غواړي د ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې له طالبانو سره اطلاعاتي همکاري زیاته کړي.

د داعش پرضد ګډ کار

دوه باخبره سرچېنو او یو پخواني امریکايی چارواکي ان بي ایس ته ویلي، چې د بایډن حکومت په کابل کې له طالب چارواکو سره د داعش سره د مبارزې په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه کار کوي.

لویدیځو چارواکو په اروپا او امریکا کې د داعش خراسان ډلې د احتمالي بریدونو په اړه لا له وړاندې خبرداری ورکړی، هغه ډله چې دمګړۍ په افغانستان کې ده او په روسیه او ایران کې یې درې مرګوني بریدونه هم ترسره کړي دي.

د ټرمپ د پخواني حکومت دغه جګپوړی چارواکي وړاندیز وکړ، چې واشنګټن دې د طالبانو په نسکورولو کې مرسته او همکاري وکړي.

بولټن وویل:«فکر کوم د حل لپاره اوږدمهاله لاره دا ده، چې طالبان له واکه لرې کړای شي. زما له نظره په افغانستان کې د ننه د هغو ډلو سره باید مرسته وشي، چې له طالبانو سره جنګېږي، پوځي مرستې تر اقتصادي مرستو کولای شي د مخالفینو په پیاوړتیا کې ډېره مرسته وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ضد ډلې تر اوسه د بهرنیو هېوادونو ښکاره ملاتړ نه لري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button