سیمه‌ییزه سیاست او امنیت – د سیمې هیوادونو اغیزې او خبرونه

کابل کې ګڼه ګوڼه؛ ښاریان له اوږدو ترافیکي ځنډونو شکایت کوي

کابل کې ګڼه ګوڼه د ښاریانو ورځنی ژوند ستونزمن کړی دی. اوسېدونکي د موټرو له زیاتوالي شکایت کوي، خو ښاروالۍ د سړکونو او هوايي پلونو پر جوړولو کار کوي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، په ښار کې د موټرو زیاتې شوې ګڼه ګوڼې یې ورځني تګ راتګ له ستونزو سره مخ کړی او کله ناکله د لنډ واټن وهلو لپاره هم ساعتونه انتظار باسي. کابل کې ګڼه ګوڼه کابل کې ګڼه ګوڼه کابل کې ګڼه ګوڼه

دوی وايي، د نفوس زیاتوالی، د موټرو ډېروالی او د سړکونو روانې رغنیزې چارې د ترافیکي ستونزو له مهمو لاملونو څخه دي.

د کابل اوسېدونکی فرید وايي، په وروستیو کلونو کې ترافیکي ستونزې لا زیاتې شوې دي.

هغه افغان‌ناو ته ویلي، په ځانګړي ډول د ایران او پاکستان څخه د کډوالو بېرته راستنېدو د ښار پر نفوس او د ترانسپورټ پر اړتیاوو فشار زیات کړی دی.

فرید باور لري چې د کاري فرصتونو کموالي هم د ټکسیانو د زیاتېدو لامل شوی دی.

هغه وايي: «کډوال چې له ایران او پاکستان راغلي، بل کار نه شي کولای او بل کار شته هم نه؛ یا دوکان کوي یا ټکسي چلوي.»

کابل کې ګڼه ګوڼه؛ د سړکونو رغنیزې چارې ستونزې زیاتوي

د کابل اوسېدونکي وايي، که څه هم د نویو سړکونو او هوايي پلونو جوړول په راتلونکي کې د ترافیکي ستونزو په کمولو کې مرسته کولای شي، خو اوس مهال د ځینو لارو تړل کېدو د موټرو تګ راتګ نور هم ورو کړی دی. کابل کې ګڼه ګوڼه

فرید د بره‌کي د هوايي پله د جوړېدو چارو ته په اشارې وايي، د دې پروژې ډېره برخه بشپړه شوې، خو د ښار په ځینو سیمو کې لا هم تګ راتګ ستونزمن دی.

هغه زیاتوي: «باور وکړه چې په یو ساعت کې له حاجي یعقوب څلورلارې څخه تایمني ته نه شې رسېدلی، داسې بیروبار دی.»

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د بره‌کي د هوايي پله د جوړولو چارې د ۱۴۰۴ لمریز کال په غويي میاشت کې پیل شوې دي.

کابل ښاروالۍ ویلي، تمه ده دا پروژه د ۱۴۰۶ لمریز کال په غويي میاشت کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ټکسي چلوونکی خالد هم د ښار په ګڼو سیمو کې له ترافیکي ځنډونو شکایت کوي.

هغه وايي، د ګلبهار سنټر، شهرنو او شهید څلورلارې په شاوخوا کې د موټرو ګڼه ګوڼه ډېره وي او د ځینو سړکونو رغنیزو چارو وضعیت نور هم ستونزمن کړی دی.

کابل کې ګڼه ګوڼه یوازې د موټرچلوونکو ستونزه نه ده؛ هغه کسان هم اغېزمنوي چې هره ورځ د کار، زده‌کړو او نورو اړتیاوو لپاره له یوې سیمې بلې ته ځي.

ښاروالۍ د نویو سړکونو او هوايي پلونو د جوړولو پلان لري

د کابل ښاروالۍ فرهنګي سلاکار نعمت‌الله بارکزي ویلي، ښاروالۍ هڅه کوي چې د سړکونو د رغونې پر مهال خلکو ته بدیلې لارې برابرې کړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په کابل کې نږدې ۲۰۰ رغنیزې پروژې روانې دي چې ډېری یې د سړکونو له جوړولو او بیارغونې سره تړاو لري.

بارکزي ویلي، د دغو پروژو له بشپړېدو سره به د ښار ترافیکي ستونزې تر ډېره کمې شي.

هغه د عامې روغتیا له څلورلارې څخه د هوايي ډګر پر لور د یوه نوي هوايي پله د جوړولو پلان هم یاد کړی دی.

د نوموړي په وینا، ټاکل شوې دغه پل ۶۲۰ متره اوږد، ۴۴ متره پلن او له ځمکې شپږ متره لوړ وي.

ښاروالۍ هیله ښودلې چې د دې پروژې عملي چارې په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

خو د ښاري پراختیا او ودانیزو چارو انجنیر راحت ګل زیارمل وايي، یوازې د هوايي پلونو جوړول د کابل د ترافیکي ستونزو بشپړ حل نه دی.

د هغه په باور، د ترافیکو د کنټرول منظم سیستم، د ترافیکي نښو مراعاتول او ښار ته د موټرو د داخلېدو تنظیم هم اړین دي.

زیارمل زیاتوي چې په ځینو تاریخي او مرکزي سیمو کې د لویو هوايي پلونو جوړول د ښار پر ښکلا هم اغېز کولای شي.

کابل کې ګڼه ګوڼه د ښار د نفوس له زیاتوالي سره هم تړلې بلل کېږي.

د ورلډ پاپیولیشن ریویو د اټکلونو له مخې، د کابل نفوس چې په ۱۹۷۹ کال کې شاوخوا یو میلیون و، اوس نږدې پنځه میلیونو ته رسېږي.

ملګرو ملتونو هم په تېرو لسیزو کې د کابل د ودانیزو ساحو پراختیا ته اشاره کړې او د ښاري پلان جوړونې او پانګونې پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

د کابل اوسېدونکي هیله لري چې روانې پروژې ژر بشپړې شي، خو د کارپوهانو په باور، د اوږدمهاله حل لپاره د سړکونو تر څنګ د ترافیکو ښه مدیریت هم ضروري دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button