جاوید افریدی د حضرت الله ځاځي ستاینه وکړه

ځاځي جاوید افریدی وستایه

جاوید افریدی د حضرت الله ځاځي ستاینه وکړه.پرون ورځ د پاکستان سوپر لیګ یا (پی ایس ایل) کې حضرت الله ځاځي د پېښور زلمي ټیم لپاره خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه، چې ډېره چټکه توپوهنه یې وکړه او پېښور زلمي ټیم ته یې بریا ورپه برخه کړه،

ښاغلی حضرت الله ځاځي همدا راز د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.د دې تر څنګ حضرت الله ځاځي په ۱۷ توپونو چټکه نیمه سلیزه ووهله او په دې سره د پي ایس ایل په چټکه نیمه سلیزه وهلو ریکارډ کې هم شامل شو، تر هغه مخکې هم دوه لوبغاړو په ۱۷ توپونو نیمه سلیزې وهلې وې.او ډېر ښه پر فامنس ېې شو کړ.

img 20210616 133210

د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوېد اپریدي هم دا لوبه په مېدان کې کتله او د حضرت الله ځاځي د توپوهنې ستاینه یې وکړه. هغه په یو ټویټ کې لیکلي دي په زړه پورې او خوندوره بېټینګ ځاځی.د جاوېد اپریدي په دغه ټویټ باندې ډېرو کسانو کمنټونه کړي دي او هغوی هم د حضرت الله ځاځي د توپوهنې ستاینه کړې ده،

خو ډېرو خلکو بیا له جاوېد اپریدي نه غوښتنه کړې ده، چې افغان لوبغاړو ته دې په هره لوبه کې چانس ورکړل شي. ځکه دوی په هر ډګر کې ښه پرفامنس شو کړی او همیشه ېې هڅه کړې چې کوم ټیم سره چې لوبیږي ویاړونه ورته راوړيځکه دوی چې په هر ځای کې خپل ایمانداري او صداقت وښایي.

د پېښور زلمي ټیم سره له حضرت الله ځاځي پرته یو بل افغان لوبغاړی وقار سلامخېل هم شته دی، هغه ته تراوسه چانس نه دی ورکړل شوی او حضرت الله ځاځي ته یوازې په پرونۍ لوبه کې چانس ورکړل شوی و، چې خپل ځان یې ثابت کړ

اشتراک در
اطلاع از
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments