سیاست

جاپان د خوړو نړیوال پروګرام له لارې له افغانستان سره ۷ میلیون ډالره مرسته کړې

اړوند خبرونه: 

د افغانستان کانونه؛ قراردادونه یې شفاف او استخراج یې مسلکي نه دی

د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (جایکا) په افغانستان کې د بېوزلۍ، د راستنېدونکو او داخلي بې‌ځایه شویو او خوارځواکۍ سره د مبارزې په موخه د ملګرو ملتونو د خوړو له نړیوال پروګرام سره اووه میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه.

د خوړو نړیوال پروګرام تېره ورځ( دوشنبه، د کب ۱۳مه) ویلي ، چې دغه مرسته افغانستان کې ۲۹۰ زره کسانو ته د بېړنیو خوراکي توکو د ورکړې، د خوارځواکۍ د مخنیوي، د راستنېدونکو او داخلي بې‌ځایه شویو او ښوونځیو کې د خوراکي پروګرامونو د پیاوړتیا په برخو کې لګول کیږي.

د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (جایکا) همداراز ویلي چې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې بهد یو کال لپاره به د دې خلکو د ملاتړ لپاره له څه باندې شپږو میلیونو ډالره مصرف شي.

د دې پروژې هدف د راستنیدونکو او داخلي بې ځایه شویو خلکو د ژوند ښه کول دي چې د اسانتیاوو د جوړولو او د تجهیزاتو چمتو کولو له لارې په افغانستان کې د دې خلکو اقتصادي فعالیتونه او ځان بسیاینې پیاوړې کړي.

د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې د هغو ولایتونو د مشخص کولو پرته چې دا پروژه به پکې پلي شي، ټینګار کړی چې دوی به د کرنې او څارویو پالنې، لاسي توکو او اوبدلو، او سوداګرۍ د ودې په برخو کې د پروژو له لارې د خلکو ملاتړ وکړي.

سازمان دا هم زیاته کړه چې د معیشت د ښه کولو، د بېوزلۍ کمولو او د جنسیت مساواتو د ودې لپاره پروژې به په مختلفو زیان منونکو سیمو کې پلي شي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button