
افغانستان کې د یوناما مشره یا د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) سرپرسته جورجت ګانیون وايي، د خلکو د بدیلو او دوامدارو معیشتونو لپاره باید پانګونه زیاته شي.
ګانیون دا څرګندونې د بدخشان ولایت د سفر پر مهال کړې دي.
د یوناما مشره د بدیل معیشتونو پر پراختیا ټینګار کوي
د یوناما مشره جورجت ګانیون په بدخشان کې د طالبانو له سیمهییزو چارواکو، قومي مشرانو او د مدني ټولنې له استازو سره لیدلي دي.
هغې له یو شمېر سیمهییزو اوسېدونکو سره هم خبرې کړې دي.
د یوناما د معلوماتو له مخې، په دغو لیدنو کې د خلکو د ژوند وضعیت، د ښځو حالت او د نشهیي توکو اغېزې هم مطرح شوې دي.
ګانیون په فیضاباد ښار کې له یو شمېر ښځینه متشبثینو سره هم لیدلي دي.
د یوناما مشره: په افغانستان کې دې د بدیلو معیشتونو لپاره پانګونه زیاته شي
هغې د معتادانو د درملنې له یوه مرکز څخه هم لیدنه کړې ده.
دغه مرکز د ملګرو ملتونو په ملاتړ فعالیت کوي.
د کوکنارو له بندیز وروسته د خلکو اقتصاد
د یوناما سرپرستې وايي، په هغو سیمو کې باید لا ډېره پانګونه وشي چې د کوکنارو له کښت وروسته یې اقتصاد زیانمن شوی دی.
د هغې په وینا، خلکو ته باید د کار او دوامدار عاید مناسب فرصتونه برابر شي.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د افغانستان په شمال کې یو شمېر کروندګر د کوکنارو له بندیز وروسته د پخوانیو عایداتو د بدیل په موندلو کې له ستونزو سره مخ دي.
د کلیوالو ټولنو د ملاتړ اړتیا
ملګري ملتونه وايي، د کوکنارو د کښت بندیز پر کلیوالو ټولنو اقتصادي فشار زیات کړی دی.
دغه سازمان د کروندګرو لپاره د بیړني ملاتړ پر اړتیا ټینګار کوي.
د دوامدارو بدیلو معیشتونو رامنځته کول هم د دې ملاتړ مهمه برخه بلل شوې ده.
د یوناما مشره ټینګار کوي چې د خلکو لپاره د عاید بدیلې سرچینې باید پیاوړې شي.
د بزګرانو لپاره د نړیوال ملاتړ غوښتنه
د طالبانو د حکومت مرستیال اداري رییس عبدالسلام حنفي هم مخکې د کوکنارو له بندیز وروسته د افغان بزګرانو لپاره د نړیوال ملاتړ غوښتنه کړې وه.
حنفي ویلي وو چې د بدیل کښت او د کروندګرو د معیشت د پراختیا لپاره تر اوسه د پام وړ نړیواله همکاري نه ده شوې.
په کابل کې د یوناما د سیاسي څانګې مشر سکاټ سمیت هم له طالب چارواکو سره په کتنه کې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی و.
د یوناما په وینا، د بدیل معیشتونو پراختیا د نشهیي توکو د کښت د مخنیوي او د کلیوالو ټولنو د اقتصادي ثبات لپاره مهمه ده.



