ټکنالوجي

جاپان نن فضا ته د مون سنایپر په نوم فضايي توغندی وتوغاوه

جاپان له ډېرو هڅو وروسته په دې بریالی شو چې فضا ته توغندی په بریالیتوب سره وتوغوي

جاپان نن پنجشنبې داسې مهال په بریالیتوب سره د سپوږمۍ پر لور سپوږمکۍ لېږدوونکی فضايي توغندی ورتوغولی چې په روان کال کې یې ورته څلور هڅې د موسم د خرابوالي له کبله ناکامې شوې دي.

دغه توغندي ته د “مون سنایپر” نوم ورکړل شوی. تمه ده که هر څه سم وو او بیا کوم خرابی رامنځ ته نه شي نو دا سپوږمکۍ لېږدوونکی به په راروانه فبرورۍ کې د سپوږمۍ پر سطحه کېني.‌

نور ولولئ: ای‌سپېس: د جاپانۍ سپوږمکۍ کوزوونکي احتمالا ټکر کړی

جاپان په تېر یوه کال کې دوه ځلې د سپوږمۍ سطحې ته په رسېدو کې پاتې راغی او فضايي پروګرام یې له خنډ سره مخ شوی دی.‌

تر امریکا، روسیې، چین او هند وروسته به جاپان پنځم هېواد شي چې سپوږمۍ ته رسېږي.

بریالی ماموریت د هند چندریان-۳ و

دوه اوونۍ مخکې هند هله یو تاریخي بری وګاټه چې چندریان-۳ په نوم فضايي بېړۍ یې په بریالیتوب سره د سپوږمۍ پر جنوبي قطب کوزه کړه.

ټاکل شوې د جاپان فضايي بېړۍ به د سپوږمۍ په دننه کې شيویلي نومي ځای سره په سل مترۍ کې کېنول شي.

تمه ده په په راروانو څلورو میاشتو کې به دا بېړۍ د سپوږمۍ مدار ته ننوځي. بیا به د سپوږمۍ پر مدار یوه میاشت وڅرخي او په فبرورۍ کې پرې د کېناستلو هڅه وکړي.‌

د سل میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د دغه ماموریت په ترسرولو سره ټوکیو غواړي ثابته کړي چې پر سپوږمۍ کم وزن لرونکې او کم لګښته فضايي بېړۍ ښکته کوي.‌

د جاپان ددغه فضايي توغندي ځانګړنې

د جاپان له لوري دغه توغول شوی فضايي توغندی اېکس-رې ماشین او د سطحې سنجوونکې سپوږمکۍ یا “سپېکټروسکاپي” هم لېږدوي چې د جاپان، امریکا او اروپايي فضايي ادارو ګډه پروژه او ماموریت دی.

نور ولولئ: فضا ته د تر ټولو ځواکمن فضايي راکټ استول ځنډېدلي

دا سپوږمکۍ د یوه ملي بس هومره ټېلسکوپ هم لري چې هغه ترې له سپوږمکۍ لېږدوونکي سره د ځمکې د مدار پر لور جلا شوی دی. دا به اوس په تشیال کې د تور سوري په څېر د بېلابېلو فضايي پېښو مطالعه پیل کړي.

تېره نومبر میاشت کې د جاپان فضايي ادارې یا جاکسا هله پر سپوږمۍ د کوزېدو ماموریت پای ته ورساوه چې له سپوږمکۍ لېږدوونکي توغندي “اموتېناشي” سره یې اړیکه پرې شوه.

دا په داسې حال کې ده چې نړۍ ورځ تر بلې د ټکنالوژيکې سیالۍ ډګر ته داخلېږي او دغه لوبه لا ګرمېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button