نړیوال خبرونه

جمهورریس غني د ښځوعالي شورا د جوړولو فرمان صادرکړ

جمهورریس غني د ښځو عالي شورا د جوړولو فرمان صادرکړ ولسمشر غني د اساسي قانون د څلور شپېتمې مادې له حکمونو سره سم، د ښځو عالي شورا د جوړولو فرمان ورکړۍ د کوم له مخې چې به ښځو لپاره یو عالي شورا جوړه شي

د ښځو چارو وزارت سرپرستې حسينه ساپۍ په خپله پاڼه ليکلي دي، چې دغه شورا چې د ښځو ځواکمنېدل، د ښځو د حقونو د تامين او پراختيا په اړه د کورنيو او نړيوالو شريکانو ترمنځ همغږي، پالېسي جوړونه، د ښځو د حقونو په تړاو د نړيوالو تعهداتو تعقيب او تطبيق او د چارو ارزونه يې اساسي موخې دي، مشري به يې د فرمان پر اساس خپله ولسمشر غني کوي

د سرچینې له مخې ، په فرمان کې د ښځو عالي شورا د دارالانشاء مسووليتونه د ښځو چارو وزارت او د جمهوري رياست د چارو ادارې لوى رياست ته ورکړل شوې د فرمان پر بنسټ د ولایتونو د ښځینه مرستیالانو، د ښځینه حقونو مدافعینو او مدني ټولنو په ګډون د شپږ ویشتو دولتي او نادولتي ارګانونو استازي به د ښځو د عالي شورا برخه وي دې سره به د هرې ادارې لخوا د دغه ادارې د ښځو نماینده شتون ولري او د دويي د حقوقو لپاره به اواز هم اوچت کړۍ شي،

دا هم باید یاده کړو ، له کله راهيسې چې حسينه ساپۍ د ښځو چارو وزارت سرپرسته ټاکل شوې ده، دا دويم داسې ستر اقدام دۍ چې د ښځو لپاره ترسره کېږي.له دې وړاندې بيا د ولسمشر غني په مشرۍ د افغانستان کابینې دا پرېکړه ړې وه، چې د هېواد ټولو ٣٤ ولايتونو ته به د واليانو ښځينه مرستيالانې هم ټاکل کېږي، تر څو د ښځو ونډه په دولت کې ډېره شي،

تر ډېره دغه پرېکړه عملي هم وه او يو شمېر ولايتونو ته د واليانو ښځينه مرستيالانې ټوټاکل شوې او ځينې ولايتونه لا هم پاتې دي، چې ښځينه مرستيالې واليانې نه لري، خو ويل کېږي چې ښايي پاتې ولايتونو ته هم ډېر ژر ښځينه مرستيالې واليانې وګمارل شي او د ولسمشر غني شوې ژمنه بووره شي،

جمهورریس غني د ښځو عالي شورا د جوړولو فرمان صادرکړ
جمهورریس غني د ښځو عالي شورا د جوړولو فرمان صادرکړ

بازې ادارې او ټولنې چې د ښځو د حقونو لپاره کار کوي او خپله ښځو د ولسمشر غني دا وروستى فرمان چې د ښځو عالي شورا دې جوړه شي،ستاینه کړې ده او ویلي ېې دي چې دې کار سره به افغانستان کې نور هم ښځو ته حقوق ډېرشي ځکه پخوا په افغانستان کې د ښځو حقوقو لپاره دومره کار نه وو شوۍ خو اوس ورته د نړیوالو ادارو ترڅنګ دولت هم ځانګړې پاملرنه کوي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button