لوبې خبرونه

جمهور ریس غني:راشد ارمان د نوي افغانستان استازى دى

جمهور ریس غني: راشد ارمان د نوي افغانستان استازى دى ولسمشر محمد اشرف غني هم د افغانستان ملي ټیم مشهور سپېنر بالر راشد خان ته د(ICC) لخوا د شل اوريزو لوبو د لسيزې د غوره لوبغاړي جايزې ګټلو مبارکي ویلې او نوموړی ېې د نوي افغانستان نماینده بللی.

د ولسمشری ماڼړی له طرفه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې ولسمشر غني وويل:په ډېر وياړ خبر شوم چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړى او د نړۍ په کچه د کرکټ منل شوى ستورى راشد خان د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا د لسيزې غوره لوبغاړى ټاکل شوى دى.او هغه ته دې دا ستر ویاړ مبارک وي. هغه ویلی راشد په څېر دې نور ځوانان هم په اینده کې دا ډول ویاړونو ته هڅې وکړي تر څو د افغانانو سر فخر سره بلند شي. او د لوبو په نړی کې نوز هم ښه وځلیږي.

په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له لوري زياته شوې: ((راشد خان او په بېلابېلو برخو کې ده ته ورته اتلې پېغلې او ځوانان د نوي افغانستان استازي دي. دوی د افغانستان د ځوان نسل سرلاري او د تېرو شلو کلونو د لاس ته راوړنو، نویو ارزښتونو، پرمختګونو او غږ پورته کولو ساتونکي اتلان دي.

جمهور ریس غني: راشد ارمان د نوي افغانستان استازى دى
جمهور ریس غني: راشد ارمان د نوي افغانستان استازى دى

همداراز په خبرپاڼه کې راغلي دا ځوانان پېغلې د اوسني آزاد او پرمختللي افغانستان هغه رسا غږ او واضح تصویر دی چې په بېلابېلو نړیوالو سټېجونو د خپل ملت استازولي کوي او د ولس رښتینی غږ، قوي اراده، لوړ ارزښتونه او لوی ارمانونه له نړۍ سره شریکوي.ولسمشر غني همدا راز وايي:زه باور لرم چې د افغانستان ځوان نسل به د ټولنې په هره برخه کې همداسې په مسوولیت مخ ته ځي او په خپلو لاس ته راوړنو او اتلولیو به د خپل ملت سترګې روښانوي.

خبر پاڼه کې همداراز پای کې ليکي:د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په استازیتوب راشد خان ته ددې ستر ویاړ مبارکي وایم او د لا ډېرو بریاوو هیله ورته کوم. تر څنګ يې یو ځل بیا ژمنه کوم چې ځوانان به د افغانستان د اوسنۍ او راتلونکې سترې سرمایې په توګه زموږ په لومړیتوبونو کې ځای ولري

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button