Uncategorized

جمهور ریس غني د مسعود او رباني تلین لمانځلو لپاره داسدالله خالد په مشرۍ کمېسیون وټاکه

ولسمشر غني د شهید اونۍ، د هیواد د ملي اتل احمد شاه مسعود د شهادت د نوولسم تلین او د سولې شهید پروفیسور استاد برهان الدین رباني د شهادت د نهم تلین د درناوي مراسمو لپاره کمېسیون وګوماره دغه کمیسون به د احمدشاه مسعود او نورو تلینونو لمانځلو په ورځ د امنیت ټینګښت په خاطر اقدامات وکړي

دهېوادجمهوررئیس محمد اشرف غني د یو حکم له لارې د شهید اونۍ، د هیواد د ملي اتل احمد شاه مسعود د شهادت د نوولسم تلین او د سولې شهید پروفیسور استاد برهان الدین رباني د شهادت د نهم تلین د درناوي مراسمو لپاره لس کسیز کمېسیون وګوماره. د دې حکم پر بنسټ د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد په مشرۍ د افغانستان اسلامي جمعیت ګوند رئیس سید عنایت الله شاداب، د جمهوري ریاست د دیني چارو سلاکار مولوي عنایت الله بلیغ، د مسعود بنسټ رئیس احمد ولي مسعود، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال،

اوهمدارازد مارشال محمد قسیم فهیم بنسټ رئیس ادیب فهیم، د اطلاعاتو فرهنګ وزارت نشراتي معین، د کابل امنیه قوماندان، د لوړپوړو مقاماتو د ساتنې او امنیت عمومي رئیس، د کابل د ملي امنیت رئیس او د ملي راډیو ټلویزیون عمومي رئیس د یاد کمېسیون غړي دي. جمهوررئیس محمد اشرف غني په دې حکم کې کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت عمومي ریاست او د کابل د ګډو ځواکونو قومانداني مکلف کړي چې د دغو مراسمو امنیت ټینګښت لپاره ځانګړي پاملرنه وکړي

د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د پخواني جګړه مار  «احمد شاه مسعود» او د سولې عالي شورا د پخواني رییس «برهان الدین رباني» د تلین د نمانځلو لپاره له لوړ پوړو امنیتي او ملکي چارواکو ترکیب شوی لس کسیز کمېسیون ګمارلی.

دا هم ولولئ:  ولسي جرګه: دامنیت سکتور وزیران امنیت لپاره کار نکوي

دیادونې وړده چې احمد شاه مسعود چې د شمال له مشهورو جنګي قوماندانانو څخه وو؛ پلویان يې هر کال د دهغه د تلین په مناسبت په وسلو پوښلي کابل ښار ته راوځي، هوایي ډزې کوي او زیاتره وخت کابل ښاریانو ته مرګ نقصان وراوړوي او ان کرګ ېوبله هم پکې کيږي.

جمهور ریس غني د مسعود او رباني  تلین لمانځلو لپاره اسدالله خالد په مشرۍ  کمېسیون وټاکه
جمهور ریس غني د مسعود او رباني تلین لمانځلو لپاره اسدالله خالد په مشرۍ کمېسیون وټاکه

اوس پورې څرګنده نه ده، چې د مسعود پلویان به د پورته منظور شوي کمېسیون تر سترګو لاندې هم  خپلې پخوانۍ کړنې کوي او که به په سوله ییز ډول د مسعود تلین نمانځي . عام وکړي په دې اړه سوشل ميډيا کې وايي چې باید دا تلین په امن کې ولمانځل شي. ځکه هر کال دويي ټول کابل په مخه اخلي او عام وګړو ته مشکلات جوړوي چې دا د افغانانو سره زیب نه کوي په دې اړه بازې خلکو لیکلي چې دويي په دې ورځ پرځاۍ ددې چې دا ورځ په امن امان کې ولمانځي دوي د ځان نه لنډغران جوړوي او او د ټول کابل امنیت خرابوي،

رحیم سادات

رحیم سادات یو د کلتور او سپورټس کالم‌نویس دی چې د افغان میراث، دودیزو هنرونو او ملي ورزشي پیښو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د افغانستان د کلتوري ویاړ، ورزشي لاسته‌راوړنو او ملي یووالي څرګندونه کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button