Uncategorized

جوبايډن: امريکا به د ټاکلي پلان له مخې به له افغانستان خپل ځواکونه وباسي

جوبايډن: امريکا به د ټاکلي پلان له مخې به له افغانستان خپل ځواکونه وباسي.تر څو د دوی شوی توافق عملي شي او هغه خلک چې ژوند ېې په خطر کې دی محفوظ ځایونو ته ولېږدول شي.

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر جوبايډن د اګست په ۲۶مه نېټه وويل، چې امريکا به په افغانستان کې د داعش پر فرعي ډلې حملې وکړي، او د کابل هوايي ډګر د بريدونو غچ به ترې واخلي. نوموړي زياته کړه، چې امريکايي ځواکونه به د ټاکلي پلان له مخې له افغانستان څخه ووځي.

د اګست په ۲۶مه نېټه د کابل هوايي ډګر ابي ګېټ ته نژدې ۲ ځانمرګي بريدونه وشول، چې له امله يې ۱۳ امريکايي سرتيري وژل شوي او ۱۸ ټپيان دي. جوبايډن د همدې ورځې په ماسپښين د يادې پېښې په اړه په خپلې وينا کې وويل، چې امريکا کره شواهد لري، چې په افغانستان کې د داعش فرعي ډلې دغه بريدونه تر سره کړي دي.

نوموړي د امريکا پوځي ادارې ته حکم کړی، چې د داعش ډلې پر مشرانو او تاسيساتو د بريدونو پلان جوړ کړي. جوبايډن وويل، چې امريکا به د ټاکلي پلان له مخې له افغانستانه خپل ځواکونه اوباسي او ورپسې به هڅه وکړي،

afghanistan kabul airport 17b69411d10 medium

چې له دغه هېواد څخه د خپلو اتباعو او افغان ملګرو په وتلو کې مرسته وکړي.داعش ډلې په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د يادو ځانمرګو بريدونو پړه پر غاړه اخيستې ده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button