نړیوال خبرونه

جوبایډن او شیخ محمد؛ د دواړه هېوادونو تر منځ د همکاریو نوی باب پرانېستل شو

د امریکا او متحده عربي اماراتو ولسمشرانو ویلي، دواړه هېوادونه به د ټکنالوژۍ او اقتصادې ودې په برخه کې ګډ کار کوي

د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید النهیان د امریکا د ولسمشر جوبایډن او کاملا هېرېس سره په لیدنه کې په غزه کې پر روان وضعیت، د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي ودې په فرصتونو، د منصوعي ځیرکتیا پر تبادلې، د رینیوابل انرژۍ او نورو اړخونو بحثونه کړي دي.

د ۱۹۷۱ م. کال را وروسته چې متحده عربي امارات جوړ شوي، ددغه هېواد د ولسمشر لومړنی سفر ته چې امریکا متحده ایالاتو ته یې کوي.

د متحده عربي اماراتو ولسمشر ته د امریکا ولسمشر او مرستیالې جلا، جلا لیدنې تنظیم کړي وې.

afghan 2024 09 24t093100.109

په منځني ختیځ کې د اماراتو رول

په دې لیدنه کې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، په منځني ختیځ کې د اماراتو رول اړین دی. هغه وویل، د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ په روانه جګړه کې اماراتو د مرستو په رسولو او په غزه کې له بې ځایه شویو ته د سرپنا په برابرولو کې د پام وړ اقدامات ترسره کړي دي.

همدارنګه جوبایډن په دې لیدنه کې د متحده عربي امارات له هند وروسته دویم لوی شریک بللی دی.

نور ولولئ:  د متحده عربي اماراتو اقتصاد به ۵ سلنه وده وکړي

نور ولولئ: ایران او متحده عربي اماراتو د جامع اقتصادي همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ

نور ولولئ: متحده عربي امارات او بشري مرستې

په ورته وخت کې  شیخ محمد ویلي، په غزه کې باید د اسرائلو او حماس ترمنځ اوربند رامنځته او په منځنۍ ختیځ کې اوسنی ترینګلی حالت له منځه یوړل شي.

د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هېرېس د اماراتو له ولسمشر سره په ځانګړې لیدنه کې د سوډان پر روان وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې امارات په دې برخه کې له امریکا او نړیوالې ټولنې سره مرسته کولی شي.

د ګډو همکاریو ډېرېدل

د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید النهیان په داسې حال کې واشنګټن ته سفر کوي چې دغه هېواد په اقتصادي او ټکنالوژیک ډګر کې په خورا چټکۍ سره د ودې په حال کې دی.

ددغه هېواد ولسمشر به له امریکا سره د اقتصادي ودې، مصنوعي ځیرکتیا، چاپیریال ساتنې او نورو برخو کې تړونونه هم لاسلیک کړي.

امریکا ته د ولسمشر شیخ محمد سفر نړیوالو رسنیو مهم بللی او ویلي دي چې د اماراتو او امریکا لپاره به نوی باب پرانېزي او د دواړو هېوادونو له هغه فرصتونو به ګټه پورته کړل شي، چې لري یې او له یوه او بل سره په کې همکاري کولی شي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button